<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-19 00:13:12    
دنګ سياو پينګ

cri

دنګ سياو پينګ د چين د سترو او مشهورو مشرانو څخه و اود چين د انقلابي او سوسياليستي چارو د ابادی دپاره يې زياتې سترې کارنامې ترسره کړې دي٠ د چين په تاريخ کې د ملګري دنګ سياو پينګ له سترو کارنامو څخه يودا ده چه د ده تر ﻻرښودنې ﻻندې د چين د اصلاحاتو او ورحلاصون پاليسۍ طرحه شوې او بيا د تيرې پيړۍ داوومې لسيزې په پاي کې پيل شوه اوددې پاليسي په رڼا کې چين ته ستر بدلون رامنځ ته شوی دي ٠ نو په دې وجه ښاغلی دنګ سياو پينګ د چين د اصلاحاتو او ورحلاصون عمومي طراح وګڼل شو ٠

دنګ سياو پينګ د چين د کمونست ګوند ، د چين د ازادي بخښونکي اردو او د چين د ولسي جمهوريت له عمده و مشرانو څخه ګڼل شوی دی ٠ هغه په ١٩٠٤ کال کې د جنوب لويديځ چين د سې څوان په ولايت کې وزيږيداو د شل کلنۍ په وخت کې د چين په کمونست ګوند کې شامل و ٠ د تيرې پيړۍ په دريمه او څلورمه لسيزه کې هغه د کمونست ګوند يو پوځ دده تر مشرۍ ﻻندې په وار سره د جاپاني تيري کونکو په ضد جګړه او د چين د ازادي د ګټلو په جګړه کې ګډون وکړ او سترې کارنامې يي قايمې کړې ٠ د ١٩٤٩ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو نه وروسته ملګري دنګ سياو پينګ په وار سره په ګوندي، دولتي او نظامي ساحوکې مهمې دندې په غاړه واخيستلي ٠

له هغه وخت نه وروسته چه په ١٩٧٦ کال کې د چين ستر مشر ماو ځه دونګ مړ شو ، ملګري دنګ سياو پينګ د چين د نوي لارښونکي ډلې د مشرپه توګه وټاکل شو ٠ په هغه وخت کې دنګ سياوپينګ په ژوره توګه دا احساس کړی

دی چې که چين نسبتأ چټکه پرمختياوغواړي نو بايد د پرمختيا نوي شکل غوره کړي ٠ نو ددې نظر سره سم هغه په قطعي توګه فيصله وکړه چه د ننه په هيوا د کې بايد ځيني اصلاحات ترسره شي او په بهرنيو چارو کي چين بايد خپله دروازه حلاصه کړي ٠

د داخلي پاليسيو په هکله اصلاحات په عمده توګه په دوو برخو کې څرګند شول ٠ لومړي د ملګري دنګ سياو پينګ په نظربايد هغه حالت پاي ته ورسيږي چې د چين په تيرو شلګونو کلونوکې پر له پسي رامنځته شوي سياسي فعاليتونود چين د اقتصادي پرمختيا په لاره کې خنډونه اچولي او د چين د اقتصاد ي پرمختګ مخه يې ونيوله٠ دغه راز بايدد هيواد د ثبات د ساتلو له پاره کوشش وکړي څو چه د اقتصادي ابادۍ له پاره ښه ټولنيز چاپيريال برابر شي ٠ دوهم د اقتصادي چارو د ادارې طرزونه بايد په تدريجي توګه بدل شي ، د حکومت د پلان او کنترول په اتکا پلانيز اقتصاد بايد بازاري اقتصاد ته واړول شي ٠

په بهرنيو چارو کې ملګري دنګ سياو پينګ د چين د پخواني تړلي دروازي پاليسۍ په مقابل کې د ورخلاصون مفکوره وړاندې کړه ٠ هغه دا تائيده کړه چه چين بايد په فعاله او مثبته توګه خپله دروازه بهر ته خلاصه کړي او له دي لاري له بهرنيو پرمختللو هيوادونو نه د چين د اقتصادي پرمختيا له پاره ګټورې تجربې او د دوي مترقي تخنيکونه او پانګې راجلبې کړي ٠

له ١٩٧٨ کال نه تر اوسه پوري د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د څه د پاسه شلو کالو په موده کې عملي شوي او په دي بهير کې يي د چين د اقتصاد او نورو برخو د چټکې پرمختيا له پاره ستر پرمخبيونکي رول لوبولي دي ٠ د شلو

کالو نه راهيسي په چين کې د اقتصاد چټکه پرمختيا ښه ساتل شوې او اقتصادي قوت ورځ په ورځ قوي کيږي ٠ په ٢٠٠٣کال کې د چين اقتصاد ي عمومي قوت په نړۍ کې اوم مقام او خارجي تجارتي حجم يي په نړۍ کې څلورم مقام ونيوه ٠ اوس اصلاحات د چين د ټولنې په بيلا بيلو ساحو او مختلفو محافلو کې داخل شوي او هم د لا پياوړي کيدو په حال کې دي ٠

نن ورځ که څه هم ملګري دنګ سياو پينګ له دنيا څخه سترګې پټې کړې ، مګر دده د مفکورې په رڼا کې د اصلاحاتو له لاري چين نسبتي شتمن شوي او چيني خلک هم له نيکمرغه ژوند څخه برخور دار شوي دي ٠ ښاغلي دنګ سياو پينګ د چين د پاره د پرمختګ ﻻره وښودله چې زياتو حقيقاتو دا ثابته شوې ده چې دا يوه د نيکو هيلو څخه ډکه او روښانه ﻻر ده ٠ نن ورځ د دنګ سياو پينګ نوم د هر چينايي په زړه کې ځاي نيولي او هرتن ورته د ډير احترام او درناوي په سترګه ګوري