د سين هوا اژانس د خبرله مخی ، د چين دملی دفاع وزير څاوګانګ چوان د اګيست په ١٩نيټه په بيجينګ کی د پاکستان د ملی دفاع د پوهنځی له رئيس تورن جنرال طاريق وسيم غازی سره ملاقات وکړ.
څاوګانګ چوان وويل چه چين او پاکستان نه يوازی ښه ګاونډيان بلکه ښه دوستان هم دی. له ډيرو کلونو نه راهيسی ، سره له دی چه په نړۍ وال اوضاع کی لوی بولون رامنځته شويدی ، خود دواړو هيوادونو او فوځونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ هراړخيزروابط په مداومه توګه انکشاف موندلی دی ، د دواړو خواوو تګ راتګ اود همکارۍ روابط هم په دوامداره توګه ټينګتيا او پرمختيا موندلی او د چين او پاکستان دوستی د دواړو هيوادو خلکوپه زړو کی ځای نيولی دی.
غازی وويل چه د دواړو هيوادو د فوځی پوهنتونونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ د خپلی علمی سويی دلوړولو لپاره ګټور دی او د دواړو فوځونود ښی همکارۍ او دچين او پاکستان د دوامدار انکشاف لپاره ئی سترخدمتونه ترسره کړی دی .