د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير لي جاو شينګ د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو د ٨٥ کاليزې په مناسبات د اګيست په نولسمه نيټه د افغانستان د خارجه وزير عبدالله عبدالله په نامه د مبارکي تلګرام مخابره کړ د چين خارجه وزير لي جاو شينګ په خپل تلګرام کې وويل چين او افغانستان عنعنوي او دوست ګاونډي هيوادونه دي ٠ مونږ په خوښۍ سره وليدل چې د دواړو هيوادونو د حکومتونو او خلکو د ګډو کوششونو له امله په دې وروستيو کلونو کې د چين او افغانستان ترمنځ مناسباتو په ثابت ډول انکشاف موندلی او د دواړو خواوو ترمنځ همکاري ورځ په ورځ نژدې شوې ده ٠ د چين حکومت به د پخوا په شان د افغانستان د سوله ايز بهير ملاتړ وکړي او په فعاله توګه به د افغانستان د اقتصاد د بيا ابادۍ په بهير کې برخه واخلي ٠ د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ ساتل نه يوازې د دواړو هيوادونو د خلکو د اساسي ګټور سره سمون خوري بلکې د سيمه ايزې سولې او ثبات د ساتنې دپاره ګټه لري ٠ مونږ به د دواړو خواوو ترمنځ د دوستۍ او همکاري د مناسباتو د پر له پسي پرمختګ د پاره دوامدار کوشش وکړو
|