د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان يوه حکومتی مامور د اګيسټ په ١٩ نيټه وويل چه د پاکستان د ماليې اوسنی وزير شوکت عزيز د اتلسمی نيټې په پارلمانی انتخاباتو کی د رايو په اکثريت سره بری وموند او د ملي شورا د عوامو د مجلس د غړی په توګه انتخاب شو. په دي توګه به هغه په راتلونکی اونۍ کی دپاکستان د حکومت د صدراعظم په حيث وټاکل شی .
د اسوشيتيد پرس اژانس د شلمی نيټې د خبر سره سم ، ښاغلی شوکت عزيز د بری موندلو نه وروسته له خپلو پلويانو څخه مننه و کړه او دا يی هم څرګنده کړه چه هغه به د پاکستان د اقتصادی ودی د پرمخبيولو اود ټولنيزثبات د ساتلولپاره هر ډول کوښښ وکړی . د پاکستان د انتقالی حکومت صدراعظم چودری شجاعت حسين وويل چه هغه به په راتلونکو څو ورځو کی خپل واک او صلاحيت نوی صدراعظم عزيز ته وسپاری .