<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-20 18:40:55    
د چين د( ووايی ) نومی غرونه

cri

د ووايی نومی مشهور غرونه د جنوبی چين د( فو جيان )ولايت په شمالی برخه کښی واقع دی او ٦٠ مربع کيلو متره مساحت لری ٠ دعه غرنی سيمه د نړی د طبيعی ميراث په محصولاتو کښی شميرل شوی او د چين د ( ګوی لين ) غرونو د اعجاز ، د ( سی هو ) جهيل د ښکلا او د ( تای شان ) غره د شوکت غوندی ځانته خاصيت لری چه لکه د طبيعت يو ښکلی رسم غوندی د خلکو په وړاندی راځی ٠

هان پېړۍ پيړۍ پخوا په لرغونی نوی ډبرينه دوره کښی په دی غرنی سيمه کښی زمونږ اسلاف اوسيدل ٠ د ميلاد د ٢ می پيړۍ مخکښنی موده کښی يعنی د څه دپاسه ٢ زرو کالو مخکښی د چين د( سی هان ) په فيوډالی سلسله کښی امپراطور( وو دی ) خپل استازی دی ځای ته واستاوه او د وچ کب په وړاندی کولوسره يی د غره د رب النوع عبادت وکړ ٠ د ٨ می پيړۍ په سر يعنی د يو زر دوو سوو کالو مخکښی د ( تانک ) په امپراطوری دوره کښی امپراطور( سوان جونګ )دغه غر د لسو لويو او نامتو غرونو په کتار کښی ياد کړ او هغه يی زياته قدردانی وکړه او فرمان يی صادر کړ چه د غره ځنګلونه دی ښه وساتل شي ٠ د څه دپاسه ٢ زرو ٣ سوو کالو نه راهيسی دغه غرنی سيمه دچين د تاويستانو او بودايی راهبانو د دينی فعاليتونو مهم مرکز ګرځيدلی او تر اوسه پوری زيات عبادتخانی او معبدونه پکښی ښه ساتل شوی دی ٠

د چينايانو په عقيده جنت په اٌسمان کښی دی چه منظره يی په نيکمرغه او زرينه رڼا کښی ډيره ښايسته ښکاری ٠ خو خلک وايی چه د( ووايی ) غرونه د دنيا جنت دی چه منظره يی د کال په څلورو فصلونو کښی دومره ښکلی ده چه د خارجی او چينايی سيلانيانو زړونه يی وړی دی ٠

په چين کښی يو مشهور روايت دی چه وايی – په لرغونی زمانه کښی په اٌسمان کښی د پاچا لور ( يوو نيو) نومی شهزادګۍ يوه ورځ د خپل پلار له اجازی نه غير په پټ ډول د سپينو وريځو په سپرلۍ دنيا ته سفر وکړ – کله چه هغی د ( وو ايی ) غره ښکلی منظره وليدله د زړه مارغه يی همدلته په غبرګو وزرونو ولګيد او د نورو کايناتو له ليدو پاتی شوه ٠ د ځان سره يی فيصله وکړه چه د همدې غره په لمن کښی د ځان دپاره يوه جونګړه اباده کړی او د غره ښکلی منظره ننداره کړی٠ ښاپيرې ( يو نيو ) په دی ځای کښی پاتی شوه او هره ورځ يی د غره سيل وکړ ٠ يوه ورځ چه ښاپيرې د غره په لمن قدم کيښود ، د يوه زلمی د زمزمو اواز يی تر غوږو کيده چه د شنو ځنکلونو د فضا سکوت يی مات کړی ؤ ٠ ورو ورو په اواز پسی روانه شوه او څو شيبی وروسته له هغه با توانه او بيدار زلمی سره مخامخه شوه چه د ( وو ايی ) د غره ساتونکی و او د هغه د شنی مخملی مځکی يوازنی اوسيدونکی و٠ د هغه په سترګو د يوه نيکمرغ ژوند د نشاط او خوښيو اميدونه ځليدل او له سترګو نه يی مينه او له مټو يی قوت او مهابت وريده ٠ دواړو تر ډيره وخته يو بل ته په سترګو سترګو کتل او په زړونو کښی يی يو بل ته د مينی خواږه احساسات راوسپړل ٠ وروسته شهزادګۍ( يوو نيو) د( وو ايی) غره په ښکلی غيږ کښی له دغه ځوان سره د مينی جونګړه جوړه کړه او دوی دواړو د واده نه وروسته د خوښۍ او نيکمرغۍ په ژوند پيل وکړ ٠

خو د غره مکاو شيطان چه تيی بانګ نوميده اٌسمانی پاچا ته ددوی شيطانی وکړه ٠ اٌسمانی پاچاچه په دی خبر شو چه دده لور دده د قانون څخه بغاوت کړی نو د قهر او غضب سيلاب يی په غورځنګونو شو ٠ شيطإن تيی بانګ ته يی امر ورکړ چه ښاپيرۍ ( يوو نيو) اٌسمانی مانۍ ته بيرته راونيسی ٠ ښاپيرۍ ( يوو نيو) د خپل پلار دغه امر ونه مانه ، نو د پلار او لور تر منځ سخت تاو تريخوالی پيښ شو ٠ په اخره کښی شيطان په جادو او منتر ښاپيرې او د هغی ميړه د درياب په دواړو غاړو کښی په دوو غټو ډبرو بدل کړل څو چه دوی دواړه دتل دپاره جلا کړی ٠ مګر هوښياری ښاپيرې دغه درياب د يوی هنداری په توګه استعمال کړ او هره ورځ يی له خپل ميړه سره په رڼو اوبو کښی کتنه کوله ٠

البته دا يو روايت دی چه د خلکو په منځ کښی زيات شهرت لری ٠ مګر د ( ووايی ) غره ښکلا يو ژوندی حقيقت دی چه هيڅوک تری سترګی نه شی پټولی ٠ دهغه کږليچونو درياب چه له غره نه سرچينه اخلی د غره له لمنی څخه تيريږی او ورو ورو هواری مځکی ته بهيږی ددی سيمی ښايست يی څو چنده زيات کړی دی٠ دغه درياب چه نهه کيلو متره اوږدوالی لری دومره پاک اوښکلی ښکاری چه خلک يی ښکلی منظری د درياب له رڼو اوبو څخه تل په اسانی سره کتلی شی ٠ خلک دغه درياب د غره روح او سپيڅلی درياب بولی ٠ د درياب په دواړو غاړو کښی د جګو جګو شنو غرونو سلسله غزيدلی ده چه منظره يی باعظمته اوباشوکته ده ٠ د درياب سرچينه د ( دا وانګ ) نومی څوکی نه پيل کيږی چه د بحر له سطحی نه ٥٣٠ متره جګه ده ٠ د څوکی په شاوخواو کښی تيره تيره لوی کمرونه ولاړ دی او په لرغونی چينايی ژبه ور باندی ليکل شوی دی چه د ارامۍ په وخت کښی دی خطر په نظر کښی ونيول شی ٠ د څوکی په پاسنی برخه کښی لرغونی ګڼ ځنګلونه ليدل کيږی او د روايت سره سم دغه ځای د( ووايی ) غره د رب النوع د اوسيدو ځای و ٠ د ( دا وانګ ) څوکی په کيڼه خوا کښی د( مان تين ) څوکه ده او د روايت له مخی د غره ربالنوع ددی څوکی په سر کښی د خپلو وفادارانو او دوستانو دپاره ميلمستياګانی جوړولی ٠ د څوکی په شمال کښی يوه غټه ډبره ده او راويان وايی چه دا په لرغونی زمانه کښی د ارباب النواع د هډوکو د بدلولو ځای ؤ ٠

عزتمنو دوستانو ، د( وو ايی ) غره هری کاڼی او بوټر منظره منظره دی او د هری منظری سره سم ډول ډول روايت او حکايت د خلکو په منځ کښی مروج شوی دی ٠ او دغو روايتونو د( وو ايی) په غره باندی د اسرارو يوه نرمه او ښکلی پرده غوړيدلی ده ٠ که تاسی وغواړی چه دغه پرده پورته کړی او دده د ژوند او تاريخ له اسرارو نه ډکه معما حل کړی نو ښه به دا وی چه پخپله چين ته سفروکړۍ او په خپلو غوږونو يی ښکلی کيسی واورئ او په خپلوسترګو يی ښايسته منظری له نژدی نه وګورئ ٠