<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-20 18:57:27    
د چين پوهنی او تعليمی چاری د يو مليارد او٣ سوو مليونو تنو خلکو دپاره خدمت کوی ( ١

cri
د مونږ او اوريدونکی خپرونه

د مسابقی دوهم مضمون : د چين پوهنی او تعليمی چاری د يو مليارد او٣ سوو مليونو تنو خلکو دپاره خدمت کوی ( ١ )

ګرانو اوريدونکو – د يوه هيواد پوهنی او تعليمی حالات په لويې اندازی سره د دغه هيواد د ترقۍ سويه څرګندوی او د هيواد راتلونکی او برخه ليک ټاکی ٠ چين د يو مليارد او٣ سوو مليونو تنو نفوس لرونکی پرمختيايی هيواد دی ٠ د چين حکومت تل کوشش کوی چه ټول خلک د تعليماتو او روزنی له نعمت څخه برخوردار کړی اوملی کلتوری سويه اوچته کړی ٠ په دی خپرونه کښی به مونږ تاسو ته د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی نه راهيسی د چين د تعليمی چارو د پرمختګ په باب معلومات وړاندی کړو ٠

٥٥ کاله مخکښی په چين کښی يوازی ٤ سوه ٥٠ مليونه تنه نفوس ؤ چه په سلو کښی٨٠ برخه يی بی سواده خلک ؤ ٠ اوس د چين نفوس يو مليارد او ٣ سوو مليونو تنو ته رسيدلی او د بی سواده خلکو ميزان يی د عمومی نفوس په سلو کښی ٦ ته ټيت شوی دی ٠ په بل عبارت اوس د هيواد ٧٠ مليونه تنه خلک لا هم د سواد له نعمت څخه بی برخی پاتی دی ٠ له دی نه څرګنديږی چه د چين د تعليمی چارو د پرمختګ په لاره کښی لا هم لوی او سخت خنډونه موجود دی ٠

چين پراخه او ارته مځکه لری او له عمومی نظره د بيلا بيلو سيمو اقتصادی انکشافی سرعت زيات توپيرلری چه دغه توپير په تعليمی چارو کښی هم ليدل کيږی ٠ ځکه چه د هيواد د ٧٠ مليونو تنو بی سوادو خلکو څخه اکثريت دهيواد په

لويديځو سيموکښی اوسيږی او د لويديځو سيمو په ښوونځيو اومکتبونوکښی د کوچينيانو او زده کوونکو د داخليدو ميزان د هيواد د ختيځو او منځنيو سيمو په

نسبت ټيټ دی ٠ علاوه په دی د اقتصادی پرمختګ په مشابه حالت د هيواد د کليوالی سيمو د تعليمی پرمختګ سرعت هم د ښارونو په نسبت ورو او بطی دی ٠

تر پروسږکاله پوری هغو سيمو چه ٩ کلن اجباری تعليمی نظام پکښی عملی شوی د هيواد په سلو کښی ٩١ برخه ونيوله او نوره پاتی شوی ٩ برخه يی په لويديځه سيمه کښی پرته ده چه ترانسپورټی شرايط يی مساعد او برابر نه دی ٠ طبيعی چاپريال يی خراب او د اقتصادی پرمختګ دپاره يی زيات مشکلات موجود دی ٠ د خلکو د خوراک او پوښاک په باب مسئله په پوره توګه نه ده حله شوی او يو زيات شمير کورنی دا طاقت نه لری چه خپل اولادونه مکتبونو ته وليږی او ځينی کلي او حتی علاقدارۍ داسی طاقت نه لری چه يو مکمل مکتب جوړ کړی ٠ نو د چين حکومت په دی وروستيو کلونو کښی دغو سيمو ته په پرله پسی توګه تعليمی تخصيصات زياتی ورکړی دی ٠ د چين د پوهنی وزير جوجی په يوه غونډه کښی وويل چه د چين تعليمی لګښت په تيرو کلونو کښی په سرعت سره زيات شوی دی چه له دی برکته هغوکوچينيانو چه کورنی اقتصاد يی مشکلات لری په وړيا ډول کتابونه ، تعليمی مواد او نوری مرستی ترلاسه کړی دی ٠ وزير جوجی دا زياته کړه چه د هيواد په لويديځه سيمه کښی د تعليمی پرمختګ ترلاسه کول به په راتلونکو څو کلونو کښی د چين د پوهنی په چارو کښی تر ټولو نه د مهمی دندی په توګه وټاکل شی ٠

د چين حکومت به د هيواد د لويديځو سيمو په تعليمی چارو کښی لا زياته پانګه واچوی ٠ وزير جو جی زياته کړه : مونږ به په راتلونکو څوکلونو کښی دخپلو تعليمی لګښتونو اضافی برخه د کليوالی سيمو په تعليمی چارو خصوصاٌ اجباری تعليمی چارو کښی واچوی ٠په راتلونکو څو کالو کښی به مرکزی حکومت د تعليمی چارودپاره هر کال د هيوادپه لويديځو سيمو کښی لس مليارده ژن مين بی يوانه پانګه واچوی ٠ له دی نه د مرکزی حکومت هغه ټينګه اراده څرکنده شوی ده چه د خپلو لويديځو سيمو تعليمی چاری خصوصاٌ د بنيادی روزنی چاری لوړی سويی ته ورسوی ٠