<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-21 17:01:22    
د شانګهاي له ٣٠ زرو تنو نه زيات محصلين په دوبني رخصتی کی کليو ته تللي دي

cri

د روان کال په دوبني رخصتي کی ، د چين د شانګهاي ښار د مختلفو پوهنتونونو ٣٢٠٠ تنه محصلين غريبو کليوالي سيمو ته تللي او هلته يي د ساينس او تکنالوژۍ ، کلتور او روغتيا ساتنې په باب د معلوماتو د خپرولو په فعاليتونو لاس پوري کړيدي ٠

د کمونست ځوانانو د اتحاديي د شانګهاي ښار کميټې په پوهنتونونو کي د محصلينو ١١٠ ټيمونه جوړ کړي او دوي د چين د لويديځو سيمو کليوالي سيمو ته تللي دي ٠

د جولاي په لومړي نيمايي کی ، د شانګهاي د ترانسپورټ د پوهنتون ١٢ کسيز ټيم د ګان سو ولايت د جنګ يوان ولسوالۍ ته تللي او د محلي تعليماتو سره د مرستې په غرض يي د درو اوونيو په فعاليت پيل کړيدی ٠ ددوی د مرستی اهداف د محلي منځنيو ښوونځيو د انګليسی ژبي ٢٤٧ تنه ښوونکي دي ٠ داوطلبومحصلينو نه يوازي په زيات قوت سره د انګليسی ژبي د اوريدو او ويلو په برخو کي د ښوونکو سويه لوړه کړي ، بلکي يي دوي ته په شانګهاي ښار کی د انګليسي ژبي تدريسي

طريقې معرفي کړی او ددوي سره يي د تعليماتو په باب د نويو نظريو او فکري طرزونو تبادله هم کړيده ٠ په عين حال کي دوی هم د محلي څلورو منځنيو ښوونځيو څخه ليدنه کتنه کړي او د کليوالي ښوونځيو تدريسي حالت يي معلوم کړي دی څو چه شانګهاي ته د بيرته ستنيدو نه وروسته به تر خپلې وسې پوري دوي ته مرستې ور کړي ٠

د شانګهاي د هوا دونګ په نامه د دارالمعلمين د خپرونی د څانګې لس تنه محصلين کله چه خبر شول چه صدراعظم ون جيا باو د ګرد هيواد هغو محصلينو ته چه د ٢٠٠٤ کال د دوبني رخصتي د ټولنيزو عملونو په فعاليتونو کی ګډون کوي يو علني ليک وليکه ، ډير خوشحاله شول ٠ محصل شو مينګ خبريال ته وويل چه صدراعظم ون په ليک کی مونږ دی ته وهڅولو چه په ټولنيزو فعاليتونو کی دولتي او ټولنيزحالت نور هم معلوم کړو ، خپلې دندې ښې درکې کړو او خپل طاقتونه لوړ کړو ٠ په راتلونکي وخت کی به زه په مداومه توګه کليو ته ولاړ شم ، په عملي توګه به ازموينې سر ته ورسوم او خپل زلميتوب به ټولنې ته وقف کړم ٠

د جولاې په نيمايي کی ، دوي د ان هوي ولايت د ليو ان سيمې په ٦ کليو کی د ماشومانو د زده کړی او فعاليت له ځايونو څخه ليدنه کتنه وکړه او د غونډو په جوړولو او د کتبي تحقيقاتي اسنادو د ډکولو په شکل يي د زلميانو او کوچنيانو په دوې باندی د محلي عنعنوي کلتور اغيزې معلومې کړي دي ٠ علاوه پر دی ، د وي محلي زلميانو او کوچنيانو ته فلمونه هم ښودلی او کتابونه او مجلې يي د بسپنې په توګه ور کړيدي ٠