<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-21 18:58:52    
لرغوني علاقه داري نان شيان

cri

 چين ته د سفر په نامه خپرونه کي مو د شانګهاي په شاوخوا کي څو لرغوني علاقه دارۍ تاسو ته معرفي کړي او په ننني پروګرام کي به د يوې بلې علاقه دارۍ نان شيان په هکله يو لړ معلومات واوري .

د پسرلي په معتدله ورځ کي خبريال د شانګهاي د ښاري سياحت په ډله کي شامل و او په يوه لوي سرويس کي د نان شيان علاقه دارۍ ته لاړ ، سرويس له ښاري سيمې نه پنځلس دقيقې نه وروسته د علاقه دارۍ مرکز ته ورسيد ، د سرويس څخه د ښکته کيدو نه وروسته د ګو جي باغ په وړاندي د سفر لارښوونکې پيغلې پن د نان شيان سياحإنو ته داسي معلومات ورکړل ، د نان شيان علاقه داري داسي لرغوني علاقه داري ده چه يو زرو پنځه سوه کاله تاريخ لري چه ددې علاقه دارۍ په باره کي يوه ښکلي کيسه هم د کلونو کلونو راهيسې د خلکو په خولو کي خپريږي . وايي چه يو زرو پنځه سوه کاله دمخه نان شيان يوازي يو ګوښه کلی و ، يوه ورځ يو بزګر له ځمکي نه يوه ډبره وکيندله ، کله چه ډبره ښکاره کيده ، يوه جوړه سپينې زاڼۍ د ډبرې د پاسه وګرزيدې او بيا په ډبره باندي ښکته شوې، په د ې وخت کي يو راهب له دي ځاي نه تيريده او دا نظريي څرګند کړ چه دلته د بوډيزم دپاره يو نيکمرغه ځاي دی ، نو پريکړه يي وکړه چه په دي ځاي کې يو معبد جوړکړي ، خو عجيب کار دا و چه هره ورځ سپينې زاڼۍ يوازي يوې خوا ته الوتلې ، له همدې خوا نه زيات شمير خلک ددي معبد د جوړولو دپاره د بسپنې ورکولو دپاره راغلل . لږه موده وروسته زياتې پيسې راټولې شوې ، کله چه معبد بشپړ شو ، راهب د سپينې راڼۍ په سپرلي د جنوب خوا ته والوته او په هغه ډبرې باندي چه د يوه بزګر لخوا له خاورو څخه وکيندله شوه ، يو شعر حکاکي شوي و چه پکي ويل شوي وو سپينۍ راڼۍ جنوبي خوا ته والوتلې ، يوازي په دي ډبره دا شعر پاتي دي ...... د الوزول شويو سپينو راڼيو د يادونې دپاره دغه معبد ته د خلکو لخوا د نان شيان معبد نوم ورکړ شو چه په چيني ژبه کي نان د جنوب او شيان د الوتنې مانا لري ، ورپسې له دي امله چه دغه معبد ډير شهرت وموند ، دلته يو لوي بازار جوړ شو چه په پاي کي دا ځاي د نان شيان د علاقه داري په نامه ونومول شو .

ښکلي کيسه نسل په نسل خپريده او راڼۍ هم د نان شيان نيکبخته نښه ګرزيدلې ده . نن ورځ د نان شيان په علاقه داري کي د الوتونکو راڼيو ډول ډول مجسمې ليدل کيږي او د راڼۍ مجسمه هم د نان شيان علاقه دارۍ په نښه بدله شويده .

د سفر لارښوونکي پيغلې پن وويل چه د نان شيان کوچنې علاقه دارۍ مساحت دري ديرش مربع کيلو متره او نفوس يي يوازي پنځوس زره تنه دي ، په دي علاقه دارۍ کي ډير لوي يا وړوکي سيندونه د يوې شبکې په توګه هري خوا ته بهيږي ، نو د لرغونې زمانې راهيسي نان شيان د شانګهاي په شمال لويديځ کې يو تجارتي مرکز ګرزيدلی و ،دري نيم سوه کاله دمخه په دي کوچني علاقه داري کي حتي څلور سوه مغازي موجودې وې . پيغلې پن خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل چه هر کله چه نان شيان ياديږي ، د خلکو په دماغونو کي د نان شيان خانګړي اشکونه رامنځته کيږي . دغه مزه دار خوراک چه د پنځوسو سانتي ګرامو په وزن اوړو لس داني اشکونه جوړيداي شي ،څرنګه چه دغه خوراک ډير مزه دار دی ، نو د چين په دننه او دباندي کي ډير شهرت لری .

په نان شيان کي د ګو چي په نامه لرغوني شخصي باغ چه څلور سوه کاله دمخه جوړ شويدي ، د شانګهاي په اطرافو کي ډير شهرت لري ، که څه هم دغه باغ لوي نه دی او يوازي نوي زره مربع متره مساحت لری ، خو د څو کلونو د ترميمولو نه وروسته دغه لرغوني باغ هر کال شپږ لکه تنه سياحان راجلبوي .پرته ددې باغ د ترميمولو نه د نان شيان په علاقه داري کې لرغونې واټونه ، د خښتو څخه جوړ شوي برج او نور قديمي معبد او پلونه چه ټول څه نا څه زره کاله تاريخ لري ،هم په پوره توګه ترميم شويدي چه د کلتوري سياحت دپاره يي زمينه مساعده شويده . اوس سياحان نه يوازي د نان شيان لرغوني کلتور ليدلی شي او مزه دار خوراک خوړلي شي ، بلکي د وروستيو کلونو راهيسي په دي لرغوني علاقه داري کي د کليوالي صنايعو او کرنې د پرمختګ په لاره کي عمده برخې بريښنا د کيلونو ، ماشين الاتو ، کيمياوي او الکترونيکي توليداتو د جوړلو او د کاليو د رنګولو او د عصري فارمونو څخه شميرل کيږي چه تر لاسه شوي برياليتوبونه د سياحانو دپاره هم د ليدو وړ دي .