د سين هوا اژانس د خبرله مخی د پاکستان مطبوعاتی ذرايعو داګست په دوه ويشتمه نيټه يو خبر خپور کړ چه په دی نژديو ورځو کښی د نوموړی هيواد دامنيت څانګی لږ ترلږه پنځه تنه مظنون تروريستان ونيول او په کاميابۍ سره يی هغه دسيسه ماته کړه کومه چه يی غوښتل چه پر جمهوری ماڼۍ او نورو مهمو اهدافو باندی بريد وکړی د پاکستان د اطلاعاتو وزير شيح رشيد احمد وويل چه په تيره اوونۍ کښی د پاکستان د امنيت څانګی په بيلا بيلو ځايونو کښی دغه مظنون تروريستان ونيول او همدا راز يی بمونه ، د راکټ پروجکتورونه ، لاسی بمونه او د چاودنی زيات شميردستګاوی په غنيمت ونيول . دابتدايی محاکمی له نيتجی څخه څرګنديږی چه دغه مظنون تروريستان دی ته تياری نيولی وً چه پر جمهوری ماڼۍ ، صدارت عظمی، په پاکستان کښی دامريکی پر سفارت او نورو مهمو اهدافو باندی بريدونه وکړی . رشيد احمد هم وويل چه هغه دوه تنه مصريان چه د تښتيدو په حال کښی دی، د بريد د پلان عمده طرح کوونکی دی ، تراوسه پوری نه دی ټاکل شوی چه ايا دغه مظنون تروريستان د القاعدی له سازمان سره رابطه لری که نه ؟
|