نړيوال بانک وويل ددی دپاره چه هغه يوسلو څلور مليونه تنه ماشومان چه له مکتبونو څخه بی برخه دی ، بيا په مکتبونو کښی شامل شی ، هرکال داړتيا وړ لګښتونه يی پر عراق باندی د امريکی د تيری د نظامی لګښتونو د يو پر يوولسمی برخی سره برابر دی . دغه ماشومان له يوی خوا د زده کړی فرصتونه له لاسه ورکړی ، له بلی خوا دوی له سخت توهين او ځپنی سره هم مخامخ شوی دی . د ملګرو ملتو د ماشومانو د صندوق ديو راپورله مخی دا چه ماشومانو د زده کړی فرصت له لاسه ورکړی دی ، د ماشومانو دمړه کيدو د ميزان له جګوالی سره اړيکی لری . دغه دواړه حالات په غريبۍ او خوارۍ کښی راپيدا کيږی .
اوس په نړۍ کښی شپږ سوه اويا مليونه تنه ماشومان په ډير غريب حال کښی ژوند کوی او دری سوو اويا مليونه تنه ماشومان پاکی اوبه نه ترلاسه کوی .
په ډيرو غريبو ماشومانو کښی يوسلو څلويښت مليونه تنه ماشومان په واټونو کښی لالهانده ګرزی ،ګدايی کوی ، ډول ډول کوچنی تجارتی مالونه خرڅوی او يا په فحشا لاس پوری کوی ، زيات شمير ماشومان د لوږۍ په حال کښی دی ، هره ورځ دهغو ماشومانو شميرچه دناروغۍ په اثر مړه کيږی ، په لس ګونه زرو تنو ته
رسيږی ، هغه ناروغۍ چه ددوی د مرګ سبب ګرځيدلی دی ، په پرمختلليو هيوادونو کښی د تداوی وړ دی ،هغه دری مليونه تنه ماشومان چه عمر يی له پنځلسو کالو نه کم دی دايدزپه ناروغۍ اخته شوی دی ، ډير زيات شمير ماشومان کارګران په ډير ساده او ډير خراب چاپيريال کښی کار کوی او دوی ډيره لږه اندازه معاش اخلی .
دانديښنی وړ خبره خو دا ده چه په زياتو هيوادونو کښی ماشومان عسکری خدمت ته بيول کيږی .ځينو بين المللی موسسو يو داسی اتحاد جوړ کړی دی کوم چه په جګړه کښی د ماشومانو له ګډون سره مخالفت کوی . نوموړی اتحاد وويل چه اوس له دری لکو څخه تر پنځه لکوتنو پوری ماشومان په جګړه کښی ګډون کوی . ځکه ددوی زياتره برخه يی له مجبوريت په اردو کښی ګډون او جګړه کوی.