<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-22 18:37:26    
په بايسکل د نړی ٥ لويو وچو ته سفر

cri

که ته په بايسکل ښوونځي او بازار ته تللي شي ، زمونږ په شان نړۍ ته سفر هم کولي شي ٠نجونو لين جي اين او جانګ چو پينګ چه په درو کالو کي يي په بايسکلو ٣٢ هيوادو ته سفرونه کړي ، په مهربانه او ارامه توګه خبريال ته دغه خبره وکړه ٠

د ١٩٩٨ کال د جولاي نه د ٢٠٠١ کال تر نوامبره پوري په ٩٢٢ ورځو کي ، د تايوان دوو نجونو لين جي اين او جانګ چو پينګ په بايسکلونو د نړۍ ٥ لويو وچو ته سفر کړی و ٠ خو دغه افسانه اي نجونې د خبريال په تصور کي محکم طبع نه لري ، برعکس د اشنايانو په شان صميمي او مهرباني ښکاري او لږ څه شيطاني هم لري ٠

دوو نجونو په ارام سره خپل دري کلن سفري ژوند راياد کړ او و يي ويل چه په بايسکل نړۍ ته سفر کول زمونږ لپاره هم ارزو ده او هم د ژوندانه يو ډول طرز دی ٠ جيانګ چو پينګ په استراليا کي له بايسکل څخه د غورځيدو له امله زخمي شوه او په ١٨ ساعتو کي بي حسه وه ٠ لين جي اين په ځانګړی توګه د ٣٣٠٠ کيلومترو په اوږدوالي د استراليا له صحرانه تيره شوه ٠ دوي د ترکيي په يوه ګوښه کلي کي که څه هم په محلي ژبي پوه نه شوي ، خو له کليوالو سره يي نژدي اړيکي ټينګی کړيدي ٠ د فرانيسي د جنوبي برخې په يوه ښارګوټی کی يي په يوه چيني رستوران کی د چين د سي چوان ولايت خصوصيت لرونکي خوراکونه وخوړل او په افريقا کی يي يو کوچني پيزو بچ کړ ٠ ښکلي منظرې ، خوندور خوراکونه ، صميمي دوستان ، ترافيکي پيښې ،د شيانو غلا کيدل او په بيابان کی خوب کول او داسي نور ددوي په خولو کي لکه د عادي ژوند يوه برخه ده ٠

لين جي اين او جيانګ چو پينګ له پوهنتون نه د فارغيدو نه وروسته ځکه ارام او ښه ژوند پريښودلي او په بايسکلو يي نړۍ ته په سخت او مشکل سفر پيل کړي چه ددوي په قول تر ټولو نه لويه محرکه قوه يي د کوچنيتوب د ارزو تر سره کول دي ٠ لين جي اين وويل چه په بايسکل دري کلن سفر دا معني ور کړه چه مونږ يو ځل بيا په پوهنتون کي درسونه لوستلي او زمونږ لپاره هر يو هيواد يو درس بلل کيده ٠ ددوي لپاره په سفرونو کي ډير زيات احساس د پردو نيک نيت او سخي مرستې وي ٠ د روان کال د مي په مياشت کی ، په بايسکل نړۍ ته د سفر په نامه ددوي دوهم کتاب چاپ شو ٠

جانګ چو پينګ خبريال ته وويل چه دوي ځکه بايسکل د ترافيکي الې په توګه ټاکلي چه په بايسکل سفر کول ډير ازاد دي او د سفر په جريان کي دوي په پوره توګه هر څه احساسولي شي ٠ دوي د سفر په ترڅ کي لا زيات مشکلات ليري کړي او له زياتو بدني او روحي چلنجونو سره مخامخ شوي وو ٠ خو د جانګ چو پينګ په نظر ، ددوي سفر د نورو سفرونو نه فرق لري ٠ هغې وويل چه زمونږ لپاره په بايسکل سفر کول د نړۍ د معلومولو يوه لاره ده ٠ که مونږ په لاره کي له چا سره ميلاو شوو ، ور سره مو ګپ شپ ولګاوه ٠ د بايسکل وهلو سفر د عادي ژوند په شان دی ٠

څرنګه چه د سفر لګښتونه بايد په پر له پسي توزګه راټول شي ، نو نړۍ ته ددوي سفرونه مجبورا په مرحله ايز ډول سر ته رسيږي ٠ ددوي لومړي سفر د خپلو پس اندازونو او د خپلوانو او دوستانو د مرستې په اتکا سر ته رسيدلي او وروسته يي ورځپاڼو ته د مقالو د ليکلو ، د کتابونو د چاپولو او د مربوطو بنيانو او پوست کارټونو د جوړولو او خرڅولو له لارې پيسې هم راټولې کړي وې ٠ پوست کارټونه ددوي له خوا پخپله ډيزاين شوي او ورباندی د لين جي اين سفري يادداشتونه او د جانګ چو پينګ شعرونه ليکل شوي وو ٠

که څه هم دوي دواړه په پوهنتون کي همصنفانې وې او د سفر په غم او ښادي کي سره شريکې وې ، خو فردي خصلت يي بيخي يو شان نه دي ٠

لين جي اين ټيټه ونه لري ، خو له حياتي قوې نه ډکه ده او په سفر کي يي د ديپلوماتيکو اړيکو او د سامانونو د ترتيبولو وظيفه درلوده ٠ جانګ چو پينګ ارام او بادقته خوي خصلت لري او په سفر کي يي د اسنادو د راټولولو او تنظيمولو وظيفه درلوده ٠ لين جي اين په خندا وويل چه هره ورځ مي ډوډۍ پخوله او خيمه مي خلاصوله ، خو جانګ چو پينګ په اړخ کي کتابونه کتل او ورځني يادداشتونه يي ليکل ٠ هغې د کمپيوتر په شان ما ته راز راز اطلاعات برابرول او کله کله يي ما ته هم لطيفي ويلي ٠لين جي اين له خبريال سره د مرکې په وخت کی خپلې سترګې هم په جانګ چو پينګ ولګولې چه له دي نه ددوي ترمنځ ژور ضمني تفاهم په پوره توګه ښکاريده ٠ دوي وويل چه په ١٩٩٠ کال کي مونږ په پوهنتون کي د درس لوستلو په وخت کي د لومړي ځل لپاره د چين د لويي وچې جنوبي خوا ته سفر کړي او ډيرې ژورې خاطرې را ته پريښودل شويدي ٠ اوس مونږ پلان لرو چه په بايسکل به د چين د لويي وچې نورو ځايونو ته سفر وکړو ٠ مونږ د نوموړي سفر د پيل انتظار کوو ٠