ټولو ته معلومه ده چه خوب کول د انسان د ژوند ډيره مهمه برخه تشکيلوي ٠ د انسان د عمر يو پر دريمه برخه وخت په خوب کې تيريږي ٠د انسان له پاره د خوب وخت که کافي نه وي يا له ميعاري وخت نه وتلي وي ، ټول د انسان د روغتيا له پاره ګټه نه لري ٠ نو ځکه خوب د انسان د روغتيا سره ډيرې نژدي اړيکې لري ٠ د اړوندو کارپوهانو او څيړونکو د اسنادو له مخې د هغو کسانو د مرګ ميزان چه هره ورځ د څلورو ساعتو مخ لږ خوب کوي ، د هغو کسانو د مړيني د ميزان په نسبت چه هر ورځ اوه يا اته ساعته خوب کوي ، ډير لوړ وي ٠ که يو سړي د مسلسلو اوه اويا ساعتو له پاره خوب و نه کړي ، روح به يي نا ارامه او ګډوډ وي ٠ خو که د خوب وخت ډير اوږد شي ، عمر به يي هم کم شي ٠ د فيزيولوژۍ د علم له نظره هغه ماشوم چه د مکتب عمر ته نه وي رسيولي ، هره ورځ بايد لس ساعته خوب پوره کړي ، خو کله چه د مکتب عمر ته ورسيږي ، هره ورځ دي نهه ساعته خوب وکړي ٠ دغه راز له ديارلس کلنو نه تر اوه لس کلنو پوري زلميان هره ورځ بايد اته يا نهه ساعته خوب وکړي ٠ له اتلس کلن او له هغه نه پورته ځوانان دي هره ورځ د اوو يا اتو ساعتو له پاره د خوب وخت دساتي ٠ د هغو زړو کسانو له پاره چه عمر يي له شپيتو کالو نه زيات دي ، هره ورځ بايد د اتو ساعتو تضمين شي ٠ که خلک دخپلې ورغتيا له پاره د خپل خوب مقرر کړي او په ټاکلي اندازې د علمي اصولو سره سم خوب او راحت وکړي ، روغتيا به ښه وساتل شي ٠