<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-23 18:41:00    
دچين د وو شيی ښار

cri

د وو شيی په ښار کښی بزګر ګو يونګ فا د يو سلو پنځوسو مربع مترو په مساحت کور لری او پکښی مکمل موبلونه شته، دده کور د ښاريانو د کورونو په شان دی .د ښاغلی ګو يونګ فا کورنی نسل په نسل د کښتونو په کرلو بوخت دی او اوس يی د ښاريانو په شان دژوند په تيرولو پيل کړی دی . هغه وويل چه ډير پخوا زمونږ کورنی شولی وکرلی ، وروسته ترهغه يی سابه وکرل او په پای کښی يی دانګورو په روزنه پيل وکړ ، زه د استوګنځيو د بيلابيلو چارو د اداره کولو په يو شرکت کښی کارکوم ، ماندينه می په کلی کښی دښيښودتوليد په اړه ماشين الاتونو په فابريکه کښی کار کوی . زمونږ د ژوندانه سويه او د اوسيدو چاپيريال د پخوا په نسبت لوړه او ښه شوی دی .

ښاغلی ګو يونګ فا د وو شيی ښار په اطرافو کښی د اوسيدونکی په يوه ناحيه کښی ژوند کوی ،نور اوسيدونکی چه پخوا بزګران وو ، له نورو کليو څخه دلته کډه شو ی د ی .د وو سيه د ښار او کلی د يو ځايښت په بهير کښی هغه کلی چه پخوا دوی پکښی ژوند کاوه، په يوه اقتصادی سيمی بدل شوی دی .

دچين په ختيځه سيمه کښی د يو منځنی ښار په توګه چه اقتصاد يی نسبتا پرمختللی دی ، د وو سيه ښار په چين کښی د ښار او کلی د يو ځايښت په بهير کښی زياتی ګټوری ازموينی کړی دی .د وو سيه د ښار تر اداری لاندی د جيانګ ينګ

او يی سينګ په دوو ښارونو او سلو علاقه داريو کښی څلور مليونه تنه خلک ژوند کوی .. اوس د وو سيه په ښار کښی دهر تن په سر داخلی عمومی توليدی ارزښت له پنځو زرو امريکايی دالرو څخه اوښتی دی.. ښو اقتصادی شرايطو د ښارونو او کليو ترمنځ دتوپير د له منځه وړلو په برخه کښی ددغه ښار دپاره ښه بنسټ کيښودلی دی . اوس دوه مليونه تنه بزګران خپل هويت بدل کړی او ښاريان ګرځيدلی دی .

ښاغلی پان جينګ لونګ د وو سيه د ښار له عمده و مسولينو څخه شميرل کيږی هغه د ښار او کلی د يو ځايښت په باب د پلان دمعرفی کولو په وخت کښی وويل چه د صنايعو په برخه کښی بايد د توليدی قوی د ترتيباتو تنظيم وشی ، د ټول ښار دپاره بايد يوه داسی ستراتيجی تطبيق شی کوم چه د يانګنځی سيند ، د چټکو سړکونواو د تای هو جهيل په اوږدو کښی دواحدو ترتيباتو له مخی اقتصاد ته پراختيا ورکړای شی .

پخوا د وو سيه په ښار کښی څه د پاسه سل علاقه دارۍموجودی وی ، د روان کال په لومړۍ نيمايی کښی دغه علاقه دارۍ په نه پنځوسو علاقه داريو الحاق شوی دی .، په دی ډول دعلاقه داريو کارکوونکی کم شوی ، اداری لګښت يی ټيټ شوی او همدا راز د بزګرانو په اوږه بارونه هم سپک شوی دی . د جيانګ ينګ ښار عمده مسول هوانګ مان ځونګ وويل چه د وو سيه ښار تر اداری لاندی د جيانګ ينګ په ښار کښی دشان ګوان علاقه دارۍ دروان کال په سر کښی د جيانګ ينګ په ښار کښی الحاق شوی دی . هغه وويل چه د جيانګ ينګ د ښار دانکشافی پلان له مخی دغه ځای د جيانګ ينګ د ښار د يوی اوسيدونکی سيمی په توګه ټاکل شوی دی .په دی ډول د دغی علاقه دارۍ بشری قوی به په چټګۍ سره ښاری سيمی ته واړول شی، څو چه د جيانګ ينګ د ښاری کيدو سويه لوړه کړای شی .

د وو سيه ښار دهغو بزګرانو دپاره ښارونو ته داخل شوی دی چه د ژوندانه ضمانت او د کار فرصتونه پکښی برابر شوی دی . همدا رازحکومت ددوی دپاره امتيازی استوګنځی ،کارونه ، طبی او مستمری بيمی برابروی . بزګر ګو يون فا او دده ماندينی په اوسيدونکی سميه کښی د مسلکی کارونود لارښوونکی دفتر له لاری ځانته خپل کارونه پيدا کړی دی . دمعلوماتو له مخی ښارونو ته داخل شوی بزګران په عمده ډول د نساجۍ او بنيان په تصديو کښی کار کوی او ځينی کسان په تنظيفی چارو بوخت دی .