د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس مشرف د اګيست په درويشتمه نيټه د افغانستان د انتقالي دولت د رئيس حامد کرزي سره خبرې اترې وکړې ٠ د خبرو په ترڅ کې دواړو مشرانو دا څرګنده کړه چه د دواړو هيوادونو ترمنځ مناسبات دي نور هم پياوړي شي چه دا به د سيمې د ثبات او پرمختيا له پاره ګټوره وي ٠ دواړو مشرانو د خبرو اترو نه وروسته په يوه مطبوعاتي مرکه کې دا خبره بيا تکراره کړه چه دواړه خواوي به د تروريزم سره دګډې مبارزې، د استخباراتو د تبادلې او د فوځيانو د جنګي طاقت د پياوړتيا په ساحو کې خپل منځي همکاري تقويه کړي ٠ مشرف هم وويل چه پاکستان به د افغانستان د بيا رغاونې په برخه کې په مدوامه توګه له افغانستان سره همکاري وکړي ٠ پاکستان په هيڅ وجه دا اجازه ورنه کړي چه د پاکستاني خاورو څخه استفادي سره افغانستان ته زيان رسونکي فعاليت ترسره شي ٠ اوس پاکستاني فوځ په هغه قبايلي سيمه کې چه له افغانستان سره نښتي ده ،د قوي تدبيرونو په نيولو سره د القاعدي بقاياوو ته د ضربه رسولو په عملياتو لاس پوري کوي ٠