<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-24 20:31:21    
پاکستان او افغانستان به له تروريزم سره د مجادلې په برخه کښی خپل منځی همکارۍ ته پياوړتيا ورکړی

cri

د چين د بين المللی راډيو خبريالې جاو شياو له اسلام اباد څخه خبر راکړ چه د پاکستان جمهوررئيس مشرف او د ا فغانستان جمهوررئيس حامد کرزی د اګيسټ په ٢٣ نيټه په اسلام اباد کی دا څرګنده کړه چه د سيمې د ټولنې او اقتصاد د انکشاف دپاره دواړه هيوادونه به له تروريزم سره د مجادلې په برخه کی خپل منځنی همکارۍ ته پياوړتيا ورکړی او په ټينګه  به تروريزم ته ضربت ورسوی٠د څيړونکو شخصيتونو په نظر له تروريزم سره مجادله د پاکستان او افغانستان ګډه دنده ده ، خو د تاريخی، انسانی او جغرافيايی عواملو له امله دواړه هيوادونه لاهم له زياتو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دی، نو دواړه خواوې بايد خپل منځی همکارۍته پياوړتيا ورکړی او په ژوره توګه له تروريزم سره مجادله وکړی٠

که څه هم د طالبانو رژيم په ٢٠٠١ کال کښی تر پښو لاندی شويدی، خو له درو کالو راهيسی په افغانستان کښی د القاعدې د سازمان او د طالبانو ماتی خوړلی ډلګی لا هم ندی له منځه وړل شوی٠د لنډې مودې له ارامۍ نه وروسته د طالبانو ماتی خوړلی ډلګی په پرله پسی توګه بيا راغونډيږی او غواړی چه يو ځل بيا راپورته شی ٠ دوی د افغانستان په بيلا بيلو ځايونو کښی پر امنيت ساتی بين المللی پوځ ، د افغانستان پر حکومتی مامورينو او بين المللی امدادی سازمانونو او د دوی پر کارکوونکو باندی حملې کوی او د افغانستان امنيت او د بيا ابادۍ بهير ورانوی٠ په تيره بيا د افغانستان د عمومی انتخاباتو د ورځې د رارسيدو سره  طالبان بيا بيا د عمومی انتخاباتو پر کارکوونکو او د رايی ورکوونکو د ثبتولو پر مرکزونو باندی حملې کوی او غواړی چه د عمومی انتخاباتو د سالم بهير مخه ونيسی٠ نو ځکه تروريزم ته ضربت رسول ، د دولتی امنيت او ثبات ساتل او د افغانستان د عمومی انتخاباتو او بيا ابادۍ د سالم بهير ساتل د افغانستان د حکومت اوسنی عاجلې دندې ګرځيدلی دی ٠

حال دا چه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدی سيمو د خاصو عوارضو په اثر تروريستان په اسانه توګه له سرحداتو څخه تيريدای شی او له بريدونو څخه ځان ژغورلای شی٠ افغانستان او پاکستان ډير اوږد ګډ سرحدات لری، خو سرحدی کرښه يی په څرګنده توګه نده کښله شوی ، د سرحداتو د دوو اړخونو اوسيدونکی ټول پښتانه دی او د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری٠د يوه قوم او ګډې مذهبی عقيدې په اثر طالبان د پاکستان د قبائلو په سيموکی په اسانه توګه پناه ګاوې پيدا کولای شی٠ نو له دی امله د القاعدې او طالبانو د سازمانونو زيات عناصر د پاکستان او افغانستان له سرحدی سيمې څخه تګ راتګ کوی او ډول ډول تروريستی فعاليتونه طرحه او اجرا کوی٠

پاکستان او افغانستان د تروريزم په ضد د بين المللی مجادلې دوه محاذی هيوادونه دی او تروريستی فعاليت ځپلې سيمې هم دی ٠ د القاعدې د سازمان زيات عناصر او د طالبانو ماتی خوړلی ډلګی په دغو دوو هيوادونو کی پټيږی ٠ نو ځکه له تروريزم سره د مجادلې په برخه کښی د پاکستان او افغانستان ترمنځ همکاری په مستقيمه توګه له تروريزم سره د بين المللی مجادلې پر عمومی اوضاعو باندی اغيزه کوی ٠ که دواړه هيوادونه سره همکاری و نه کړی، نو هره يوه خوا به د القاعدې پر سازمان او د طالبانو پر ماتی خوړلو ډلګيو باندی موثر ګوزارونه ونشی کولای ٠

جمهوررئيس مشرف او جمهوررئيس کرزی له خبرواترو نه وروسته په يوه مطبوعاتی غونډه کښی دا خبره تائيده کړه چه دواړه خواوې به د تروريزم په ضد همکارۍ ته پياوړتيا ورکړی او د استخباراتو په ساحه او د پوځونو د جنګی طاقت د لوړولو په برخو کی به سره همکاری وکړی٠ د استخباراتو په ساحه کښی د دواړو هيوادونو همکاری او له استخباراتو څخه مشترکه استفاده به د دواړو خواوو لخوا په خپل هيواد کښی د تروريستانو د فعاليتونو په باب د حالاتو د ترلاسه کولو او د تروريستانو د نيولو دپاره ګټوره وی٠ د پوځونو د جنګی طاقت لوړيدل په سرحدی سيمو کښی پر تروريستانو باندی به د فشاراو ګوزار اچولو په غرض د دواړو خواوو د ګډو عملياتو دپاره ګټور وی تر څو چه تروريستان ونشی تښتيدلای٠

د پاکستان جمهوررئيس مشرف په مطبوعاتی غونډه کښی دا څرګنده کړه چه هغه هيواد هيچا ته اجازه نه ورکوی چه د پاکستان په خاوره کښی د افغانستان ګټو ته د تاوانونو د رسولو په غرض بد فعاليتونه وکړی ، که داسی فعاليتونه پيدا کړی، هرومرو به ور ته سخت ضربت ورسوی ٠