د روان کال د لومړني نيمايي راهيسي ، د سعودي عربستان حکومت د نارينه وو او ښځو تر منځ د مساوات د تامينولو په برخه کی نوي تدبيرونه نيولي دي چه له دي جملې نه يو مهم تدبير د حکومت په مالي مرسته د ښځو د موضوعاتو په باب د لومړی خاصې غونډې يعني د ښځو د فورم جوړول وو ٠ کله چه دغه فيصله اعلانه شوه ، سمدلاسه يي بي ساري پراخ ملاتړ حاصل کړ ٠ د ګرد هيواد د مختلفو ځايونو ښځينه ډلو ، د بيلا بيلو حلقو شخصيتونو ، د خيريه سازمانونو غړو ، کلتوري او ټولنيزو ډلو له راز راز کاري اسنادو ، تحقيقاتي رپوتونو او پيشنهادونو او غوښتنو سره په غونډه کی ګډون وکړ ٠
فاطمه نصيب د اسلامي علومو يوه پوه او د پوهنتون يوه استاذه ده ٠ هغې وويل چه دغې فيصلې د ښځو د زړه غوښتنه منعکسه کړي چه د زياتو کلونو راهيسي زمونږ ارزو وه ٠ داکټرې فاطمه د سعودي عربستان د مختلفو ځايونو نه راغلي ٣٢ تنه ښځې رابللي او ددوي غوښتنې يي په يوه اوه پاڼې لرونکي سند کی راټولې کړي چه له داسي محتوياتو څخه عبارت وو : د کورنۍ د زورزياتۍ د تاوان منونکو ښځو لپاره دی يوه پناه ګاه جوړه کړي شی ،د اسلامي قوانينو له مخي دی د طلاق کولو ، د ماشومانو د
نظارت او حمايت کولو ، کورنۍ ته د ژوندانه د اړتيا وړ شيانو او لګښتونو د برابرولو او داسي نورو په برخو کی د ښځو غوښتنې واورول شي ٠
د ښځو فورم د درو ورځو لپاره دوام درلود او د سعودي عربستان د وليعهد عبدالله په ابتکار چه د دولت د اصلاحاتو ملاتړ کوي ، جوړ شوي و٠ که څه هم د فورم پيشنهادونو او فيصلو قانوني محدود صلاحيت نه درلود ، خو د ملي شورا د ملاتړ کولو لپاره د وليعهد د ترازو پلې درنې دي ځکه چه هغه کولي شي چه د هغوي په واسطه په محافظه کارو او افراطي مذهبي قوتونو باندي فشار واچوي ٠ ددې غونډې په تحريک ، د وروستي يوې مودې راهيسي ، په سعودي عربستان کی تلويزيوني او راډيويي پروګرامونو او ورځپاڼو د نوموړي هيواد د ښځو موضوعاتو ته زياته توجه اړولي او حتي په لارو کوڅو کي خلکو هم د ښځو په موضوعاتو باندي زيات بحثونه کړيدي ٠
د همدغو بحثونو په تحريک ، د جولاي په سر کی د سعودي عربستان د وزيرانو شورا يو ٩ فقره ايز پلان صادر کړ او له مربوطو خواوو نه يي غوښتنه وکړه چه د ښځو لپاره د کار لا زيات فرصتونه برابر کړي ٠ علاوه پر دی ، د سعودي عربستان حکومت تازه د يوه ښځينه صنعتي ښار د جوړلو منظوري هم ور کړيده ٠ دغه ښار به ٨٠ فابريکې ولري او نژدي لس زره تنه ښځی به استخدام کړي ٠ دغه راز به په دی ښار کی د ښځينه کارګرو د روزنې مرکز هم جوړ شي ٠
البته د سعودي عربستان ښځينه فعالينو دی ته اشاره کړيده چه دا يوازي يو پيل
دی او د ٩ فقره ايز اصلاحاتي پلان تطبيق به له زياتو مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ شي ٠ ددوی په نظر ، له عنعنوي موانعو څخه د ښځو د خلاصولو لپاره لاره لا هم اوږده ده ٠