<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-24 19:03:10    
د چين په هاربين ښار کی د يوه ٥ کلن هلک د بدن داخلي جهاز بالکل غير طبيعي دي

cri

د هاربين ښار د ماشومانو روغتون لږه موده دمخه يو د زړه ذاتي ناروغي لرونکي هلک چه يان يان نوميږي ومانه ٠ د معاينې په بهير کی ډاکتردا وموندله چه د دغه هلک د بدن داخلي جهاز لکه زړه ، ځګر ،سږي اومعده يي د يوه عادي انسان په شان طبيعي حالت نه لري ، بلکي په غير معمولي توګه هغه اعضاوې يي چه بايد په ښي اړخ کي وی کيڼ اړخ او هغه اعضاوې يي چه بايد په کيڼ اړخ کی وی ښي اړخ کي دي ٠ په دی ډول د نوموړی هلک د بدن داخلي جهاز د نورو انسانانو په پرتله غير طبيعي شکل لري ٠

د ورځپاڼې د خبر له مخي ، هلک يان يان د هاربين ښار د بين سيان ولسوالی د تاي کان په کلي کی اوسيږي٠ د ده د پلار او مور په قول ، يان يان د زيږيدو په وخت کي له عادي ماشوم سره څه توپير نه درلود ، خو وروسته هغه هميشه د تبه نيولو او زور نه لرلو له غير عادي حالاتو سره مخامخ شو ٠ د هغه د لوي کيدو سره سره، د شونډې او اندامونو د پوستکو رنګونه يي هم يو په بل پسي زرغون شويدي ٠ نو له دی امله پلار او مو ر يي يان يان د هاربين ښارد ماشومانو روغتون ته يووړ ٠

د هاربين ښار د ماشومانو روغتون د زړه او سينې د جراحي څانګې مرستيال ډاکتروانګ ونګ شنګ وويل چه روغتون ته د يان يان د رارسيدو په وخت کی دده د بدن وزن له ١٣ کيلوګرامو نه هم کم و او د معاينې نه وروسته وموندله شوه چه نه يوازي د يان يان زړه په ښي خوا کی واقع دی ، بلکي معده ، ځګر او نورداخلي جهاز يي هم د يوه عادي انسان په شان طبيعي حالت نه لري ٠ ډاکتر وانګ وويل چه دا د ٥٠ کالو راهيسي لومړي ځل دی چه د هاربين ښارد ماشومانو روغتون د زړه ذاتي ناروغي لرونکي انسان منلی دی ٠

د هاربين ښار د ماشومانو روغتون د زړه او سينې د جراحۍ د څانګې متخصصانو د يان يان لپاره د زړه د جراحۍ عمليات کړي او د عملياتو نه وروسته دده بدني حالت عادي شوي او په ارامه توګه له خطرناکې مرحلې نه تير شويدی ٠ ډاکترانو وويل چه د داخلي جهاز غير طبيعي شکل به د يان يان په راتلونکي بدني ودې باندي کومه ناوړه اغيزه وا نه چوي ٠