<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-25 17:35:42    
د اولمپيک سپورتي لوبې د خپل وطن سره د چينايانو ژوره مينه زياتولې ده

cri

د اولمپيک بين المللي کميټه د ١٨٩٤ کال د جون په درويشتمه نيټه په پاريس کې جوړه شوي وه او اصلي هدف يي دا و چه ټوله نړۍ دي ته وهڅوي چه سپورتي لوبو او سياليو ته پراختيا ورکړي او له دي لارې د نړۍ د مختلفو هيوادونو د سپورتي لوبغاړو ترمنځ دوستۍ پياوړي کړي ٠ نو د اولمپيک سپورتي لوبه د ټولو نړيوالو په زړونو کې د سولې، دوستۍ او زيارايستنې نښه نښانه ده٠ روانه اته ويشتمه سپورتي لوبه د يونان په وخت د اګيست په ديارلسمه نيټه د يونان په مرکز اتن کې پرانستله شوه ٠ د روانې سپورتي لوبې يو مهم خصوصيت دا دي چه د ښځينه ورزشکارانو شميريي د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې تر ټولو نه زيات دي چه په دي بهير کې دافغانستان ، کويت او کيرباتي هيوادونو د لومړي ځل له پاره خپل ښځينه ورزيشکارن استولي دي ٠ د خوښې وړ خبره دا ده چه د افغانستان اتلس کلنه نجلۍ روبينا مقيم يار چه د لومړي ځل له پاره يي د افغانستان په نمايندګۍ په دي لوبه کې برخه درلوده ، او د لنډي ځغاستي په مسابقه کې د خپل هيواد ريکارډ مات کړ، د خپلې مسابقې نه وروسته وويل چه زه هيله لرم چه د افغانستان د ښځو له پاره يوه لاره هواره کړم ، په دي نسبت زه ډيره خوشحاله يمه ٠

له دي امله چه د اولمپيک سپورتي لوبي په هرو څلورو کالو کې يو ځل جوړيږي ، نو نه يوازي د چينايانو بلکه د ټولې نړۍ د خلکو له پاره يو په زړه پوري او هڅوونکي ستر کار ګڼل کيږي او د اولمپيک د هرې دورې سپورتي لوبې د ټولې نړۍ دخلکو زياته پاملرنه او توجه راجلبوي ٠ د روانې سپورتي لوبې داجراکيدو د پيل نه راهيسي د هري ورځي اړوندې مسابقې په چين کې د زياتو خلکو خصوصأ د ځوانانو زباته علاقه راجلبه کړې ده ٠مثلأ دمسابقې په لومړي ورځ کې کله چه د چين لوبغاړې دو لي دښځو د لسو مترو د بادي تفنګ د ويشتنې د مسابقې طلايي ميدال ترلاسه کړ چه دا هم د روانې سپورتي لوبې او د چين د سپورتي هيات له خوا ترلاسه شوي لومړني طلايي ميدال و چه د ټولو چينايانو له پاره د وياړ ډک زيري و ٠ په بيجينګ کې ډيرو خلکو په تلويزيوني پروګرام کې دغه حالت وليد او ډير حوشحاله شول ٠ نجلۍچن هونګ يوه محصله ده ، هغې په ډيرې هيجانې توګه وويل چه دغه طلايي ميدال نه يوازي زمونږ د هيواد لومړنې بلکه هم د روانې سپورتي لوبې لومړني طلايي ميدال دي چه دا زمونږ د هيواد سنر وياړ دي ٠

بله د خوښې وړ خبره دا ده چه د اګيست تر پنځه ويشتمې نيټې پوري د چين سپورتي ورزشکارانو د بادي تفنګ د ويشتنې ، د وزن پورته کولو ، ډايف وهلو او لامبو وهلو، غيږ نيولو، پينګ پانګ، تينيس او نورو پروګرامونو په مسابقو کې ټول څليرويشت طلايي ميدالونه ترلاسه کړل چه د طلايي ميډالونو د ګټونکو هيوادونو په مخکني قطار کې ولاړ دي ٠ په دي هکله ډير چيني خلک خصوصأ په دي نسبت چه د چين لوبغاړې لو سيوي جوان او نورو دوو تنو ښځينه ورزشکارانو د د ښځود سلو مترو د چنکښ په ډول د لامبووهلو په مسابقه او د تينيس په دوه کسيزه مسابقه کې په جلا جلا توګه قهرمانان شول ،ډير وياړمن دي ٠ ښاغلي پان يو خوان کارکونکي دي ، هغه په ډ يري خوشحالۍ سره وويل چه د اوږدي مودې نه راهيسي د لامبو وهلو خصوصأ د تينيس په لوبو کې تفوق او غوره والي تل د اروپايي ورزشکارانو په لاس کې نيول شوي ٠ خو په دي وار کې زمونږ د هيواد ښځينه ورزشکارانو په جلا جلا توګه د نوموړو دوو پروګرامونو په مسابقو کې طلايي ميدالونه تر سه کړل چه دا د چين د سپورتي چارو يو ستر پرمختيا او وياړ ګڼل کيږي ٠

د اګيست تر پنځه ويشتمې ڼيټې پوري د المپيک په روانو سپورتي لوبو کې چين ټول څليرويشت طلايي ، پنځلس نقرايي اودوه لس مسي مدالونه ترلاسه کړي او د ترلاسه شويو ميدالونو شمير يي د سپورتي غښتلو هيوادونو په مخکني قطار کې ټينګ ولاړ دي ٠ تجلۍ لي يوان د ښونځي يوه زده کونکې ده هغې خبريال ته وويل چه زه ډيره خوشحاله يمه چه زمونږ د هيواد وزرشکارانو دومره ښه موافقيتونه ترلاسه کړي دي ٠ د يو هيواد سپورتي سويه د دغه هيواد د عمومي قوت څرکندوي دي ٠ نو ويل ګيږي چه په ټوله نړۍ کې زمونږ د هيواد پرمختيا د ليدو وړ ده ٠ د المپيک نهه ويشتمه سپورتي لوبه به په ٢٠٠٨ کال کې په بيجينک جوړه شي ٠ يقين او باور لرو چه چين به لا ستره او د ليدو وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي ٠