
زمونږ د راډيو د خبريال د خبرله مخی د پاکستان د انتقالی حکومت صدراعظم شجاعت حسين د اګست په پنځه ويشتمه نيټه د پاکستان په ملی شورا کښی د صدراعظم له وظيفی څخه د استعفا اعلام وکړ او جمهور رئيس مشرف ته يی خپله استعفانامه وسپارله او د انتقالی حکومت کابينه يی ړنګه کړه .د شجاعت حسين استعفا د نوی صدراعظم د مقرريدو په برخه کښی د ماليی د چارو د اوسنی وزير شوکت عزيز دپاره لاره هواره کړی ده . شجاعت په همدغه ورځ د ملی شورا په غونډه کښی پر ده باندی د پارلمانی غړو له اعتماد او همکارۍ څخه تشکر وکړ او ويی ويل چه عزيز به په راتلونکو څو ورځو کښی د اعتماد د رايو اخيستلو نه وروسته له لاری د پاکستان د صدراعظم په حيث خپله وظيفه اجرا کړی .