<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-25 21:59:37    
ګوبيرتين پيردي --- د اولمپيک د معاصره سپورتي لوبو د بيا راژوندی کولو دپاره مبتکر دی٠

cri

ښاغلی ګوبيرتين پيردي د اولمپيک د معاصره سپورتي لوبو د بيا راژوندی کولو مبتکر و او په ١٨٦٣ کال کې د فرانسې په پاريس کې د يوه اشراف په کور کې وزيږيد ٠ هغه د کوچنيتوب په وخت کې د سپورتي فعاليتونو سره ډيره مينه درلوده او هيله يې لرله چې د هاکي او فوټبال يو ممتاز لوبغاړی وشي ٠

په پوهنتون کې د زده کړې په بهير کې هغه د تاريخ په تيره بيا د لرغوني يونان د تاريخ سره ډيره لويه علاقه درلوده ٠ د پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته ګوبيرتين پيردي په يوې تعليمي څانګه کې کارکاوه ،د ١٨٨٦ کال څخه هغه د مقالو په ليکلو پيل وکړ او په خپلو مقالو کې يې غوښتنه وکړه چې بايد د فرانسې تعليمي نظام اصلاح کړی شي ٠ په ١٨٨٨ کال کې هغه د پوهنې او سپورت د تدارکاتي کميسيون د سرمنشي په توګه وګمارل شو ٠ په ١٨٨٩ کال کې هغه د فرانسې دحکومت په غوښتنه د پوهنتونونود سپورتي کارونو څيړنه کوله ، په ١٨٩١ کال کې هغه د سپورتي تبصرې په نامه يوه مجله خپره کړه او د ١٨٩٢ کال د نوامبر په ٢٥ نيټه د فرانسې د سپورتي ټولنو د اتحاديې د تاسيس د جوړيدو د دريمې کاليزې د يادونې په غونډه کې ښاغلی ګوبيرتين پيردي د لومړي ځل دپاره په سرخلاص او رسمي ډول د اولمپيک د معاصري سپورتي لوبو د جوړولو په باب وړانديز وکړ ٠د ١٨٩٤ کال د جون په مياشت کې د ښاغلي ګوبيرتين پيردي تر مشرۍ ﻻندې د اولمپيک د سپورتي لوبو د بيا راژوندی کولو کانګرس په پاريس کې جوړ شو ٠ په دې کانګرس کې د بيلابيلو هيوادونو برخه والو استازو په اتفاق سره د اولمپيک د

سپورتي لوبو د بيا اعاده کولو په باب پريکړه وکړه ٠ ورپسي د اولمپيک بينالمللي کميټه په رسمي توګه جوړه شوه ٠ ښاغلی ګوبيرتين پيردي ددې کميټې د سرمنشي په حيث وټاکل شو ٠ ددې نه وروسته د ١٨٩٦ کال نه تر ١٩٢٥ کاله پوري هغه د اولمپيک د بينالمللي کميټې د رئيس په توګه دنده په غاړه واخيستله ، د لومړني عمومي جګړې نه وروسته هغه د سويس لوسان ښار ته هجرت وکړ٠ د ١٩٢٥ کال د جون په ٤ نيټه په پراګ کې د اولمپيک د بينالمللي کميټې په غونډه کې ښاغلی ګوبيرتين پيردي چې عمر يې ٦٢ کالو ته رسيدلی و په رسمي توګه نوموړي کميټې ته خپله استعفا اعلان کړه ٠ ٠ د اولمپيک بينالمللي کيمټې هغه ته د ټول عمر د افتخاري رئيس لقب ورکړ٠ د سويس په ژنيو کې ښاغلي ګوبيرتين پيردي د خپل عمر وروستني درې کاله تيرکړل او د ١٩٣٧ کال د سپتمبر په دوهمه نيټه د زړه د ناروغۍ د ناڅاپه راپيښيدو له امله يې د دنيا سره خداي پاماني وکړه د ٢٧٨٠ کاله مخکي يونانيانو په اولمپيا کې د سپورتي سياليو په شمول يوه ډيره ستره عمومي غونډه جوړه کړه ، دا د اولمپيک لومړني لرغوني سپورتي لوبه وه ٠ وروسته له هغه چې لرغوني يونان د روم د سلطان لخوا اشغال شو، د روم سلطان په ميلادي ٣٩٤ کال کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د منع کولو حکم صادر کړ٠

د ګوبيرتين پيردي نه مخکې ځينو شخصيتونو هم غوښتنه کوله چې بايد د اولمپيک سپورتي لوبې بيا اعاده کړی شي ، خو په هغه وخت کې ددوي غوښتنه بي ځايه وه،ځکه کوم واکدار ورته په درنه سترګه نه کتل٠ د دوي نه وروسته ښاغلی ګوبيرتين پيردي د اولمپيک د سپورتي لوبو د بيا راژوندی کولو دپاره نه ستومانه کيدونکي کوششونه وکړل ، نو په پاي کې دده کوششونه مثبتې نتيجې ته ورسيدل

( د اولمپيک لومړني سپورتي لوبې د ١٨٩٦ کال د اپريل په شپږمه نيټه په اتن کې بيا جوړې شوې ٠

د ګوبيرتين پيردي د مرګ نه وروسته دده مړي د سويس په لوسان ښار کې ښخ شواو په ١٩٣٨ کال کې د ده د وصيت سره سم د ښاغلي ګوبيرتين پيردي زړه د يونان د اتن په اولمپيا کې ښخ شو٠

ګوبيرتين پيردي يولوي سړی و ٠ دده د کوششونو له امله د اولمپيک معاصره سپورتي لوبې بيا راژوندې شوې او تر اوسه پوري دوام لري او په نړۍ کې د يوې لويې او سترې سپورتي لوبې په توګه ګڼل کيږي ٠ مونږ بايد ښاغلي ګوبيرتين پيردي ته د ډير لوي احترام په سترګه وګورو ٠