<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-27 18:50:22    
د چين د يوين نان ولايت

cri
 

د چين په جنوب لويديځو سرحداتو کښی يوه ښکلی او اعجازی سيمه پرته ده چه يوين نان ولايت نوميږی او په نړۍ کښی يوه مشهوره د ليدو سيمه بلل کيږی ٠ په دغه ښايسته او پراخه خاوره کښی د دای ، بی ، لاګو ، جينو ، جين پو ، وا ، بولانګ ، ناسی او ليسو په شمول ٢٦ قومونه اوسيږی ٠ د زرګونو کلونو نه راهيسی د دغو قومونو خلکو ځانته ځلاند او ښکلی ثقافت لرلی او ددوی د ژوند خاص او رنګارنګ روايات او په زړه پوری دودونه دستورونه د بی شميرو سيلانيانو زړونه راکاږی ٠ مثلا ٌ د دای قوم د مشاٌل جشن په شمول عنعنوی جشنونه او اخترونه څرګند خصوصيت لری او سيلانيان کولای شي چه په قومی لباس له دوی سره يو ځای جشين نمانځی ٠

د يوين نان ولايت په شمالی برخه کښی د( يوولونګ ) او ( مۍ لی ) په نامه په واورو پټ لوړ غرونه ولاړ دی چه څوکی يی د بحر له سطحی نه ٥ زره متره جګوالی لری ٠ د ( کاګبو ) نومی څوکه چه د بحر له سطحی نه ٦ زره ٧ سوه ٤٠ متره جګوالی لری ډير باعظمته او با شوکته ښکاری ٠ د چين د لومړی لوي سيند يعنی د يانګځی سيند پاسنی برخه د غره له بيخه تيريږی او د سيند په دواړو غاړو کښی٣ زره٢ سوه متره جګ او تيز لاښونه ولاړ دی چه په دی ځای کښی يی د نړۍ تر ټولو نه لوی او هيبتناک ناو جوړ کړی دی٠ او د نړۍ زيات نامتو ورزشکاران ددی ناو له طوفانی څپو څخه د بريالی تيريدو دپاره سيالی او مسابقه کوی ٠د يوين نان ولايت زيات ځايونه د ننداری وړ دی ٠ مثلاٌ د ولايت مرکز ( کوين مين ) ښار په چين کښی د پسرلنی ښار لقب لری ٠ په دی ځای کښی د کال په څلورو فصلونو کښی اٌبو هوا د پسرلی غوندی ډيره مناسبه او معتدله ده چه هم ګرمی نشته او هم د يخنی تکلف او کړو پکښی نه احساس کيړی ٠ ددی دپاره چه سيلاحان په اسانۍ سره د ولايت رنګارنګ قومی دود دستور له نژدی نه وکتلی شي په ( کوين مين ) ښار کښی خاص کلی هم جوړ شوی دی چه د بيلا بيلو قومونو د هنر ، دود دستور ، کور او ودانۍ او قومی ژوند تمثيل خلکو ته وړاندی کوي چه زيات شمير هلکان او نجوڼی قومی لباس اغوندی او په خپل خاص قومی دود سره د محترمو ميلمنو تود هر کلی کوی ٠ علاوه په دی په تيرو کلونو کښی په دی ښار کښی د ګلونو بينالمللی نندارتون پرانستل شو چه د بيلا بيلو هيوادونو اوسيمو ښکلی ګلان او باغبانی هنر نندارچيانو ته وښودل شول او په دی وجه زيات شمير خارجی اوچينايی سيلانيان يی ځانته راجلب کړی دی ٠ سر بيره په دی د ( سی شوانګ بان نا) په لرغونی ځنکلونو کښی زيات قيمتی نباتات او حيوانات پيدا کيږی او خلک له دغو ځنګلونو څخه زيات خوند اخستلی شي ٠ دغه شان په دی ولايت کښی دلرغون انسانانو ، نباتاتو او حيواناتو فوسيلونه پيدا کيږی چه دا د لرغون پيژندونکو پوهانو د پلټنو او مطالعاتو دپاره خورا زيات ارزښت لری ٠ دغه شان د زرګونو کلونو د تيريدو او رسوبی عواملو له امله دغه سيمه د ډبرينو ستنو د ځنګل يوه عجيبه منظره وړاندی کوی ٠

د( ايی ) قوم يو تاريخی فولکلوری داستان تر اوسه لا هم د خلکو په منځ خوله په خوله ګرځی ٠ وايی چه په پخوانی زمانه کښی د ( ايی ) په قومی کلی کښی د ( اشما) په نوم يوه ښکلی او زړه سواندی نجلۍ اوسيده چه پر پلار او مور باندی ډيره ګرانه وه ٠ دغه نجلۍ د کلی له يوه توريالی او هوښيار زلمی ( اخۍ ) سره مينه پيدا کړه – پلرونه او ميندی يی ددوی په مينه ډير خوشحاله وو او ژر به يی ددوی دپاره د کويژدن فيصله وکړه ٠ خو د کلی مشر چه يو سخت او مستبد سړی ؤ لا پخوا سترګی يی د نجلۍ په مخ ښخی وی ٠ دده په نظر هر څه چه ښايسته او قيمت دی بايد دده په لاس وی ٠ نو کله چه هغه د ( اشما) او ( اخۍ) د کويژدن خبر واوريدد قهر او غضب د اور لمبی يی اوچتی شوی او له ځان سره يی فيصله وکړه چه د خپل زور او ظلم څخه په استفادی سره ( اشما) دپلار له کور څخه خپل کور ته وتښتوی او د ځان يی کړی ٠ خو( اشما) نه د هغه د خوښی او لالچ تابع شوه او نه يی د ظلم قوی مشر زور او جبر ته سر ټيټ کړ ٠ په اٌخر کښی ( اشما) د دغه مستبد سړی له خوا د غره په زندان کښی واچوله شوه ٠ زلمی ( اخۍ) چه دغه خطرناک خبر واوريد له خپل ظالم او مستبد مشر او دده له تالی څټانو سره د ژوند او مرګ سخته مجادله وکړه ٠ په اخر کښی زلمی ( اخۍ) د خپلو جنګياليو ملګرو په مرسته دښمنانو ته ماتی ورکړه او ( اشما) يی له زندان څخه وژغورله ٠

دغه دوه ميئنان په خوشحالۍ سره لاس په لاس دغره له بيخه د کور خوا ته روانيدل ٠ خو ظالم مشر خپل ماتی و نه منل ٠ بيا دسيسه يی جوړه کړه چه د جارو او طلسم په وسيله له سمندرڅخه اوبه واخستی او ددغو ميئنانو د تګ په لاره کښی يی وشيندلی ٠ شيندل شوی اوبه سيلاب شو ٠ کلی کورونه يی په مخه کړل او ( اشما) او ( اخۍ )او حتی زيات انسانان او څارويان هم دسيلاب په څپاندو اوبو کښی ډوب شول ٠ زلمی ( اخۍ ) خو بالاخره له اوبو څخه وچی ته پورته شو او ( اشما) پيدا نه کړه ٠ اوبه ورو ورو شا ته لاړی خو پر مځکی باندی يی يوه داسی عجيبه منظره رابرسيره شوی ده چه زيات شمير ډبرينی ستنی د انسانانو او حيواناتو په شکلونو ولاړی دی او پر يوی لوړی غونډۍ باندی يوه غټه ډبرينه ستنه ولاړه ده او خلک وايی چه دا د ( اشما) مجسم دی چه هره ورځ خپل کلی او کور ته ګوری ٠

عزتمنو دوستانو ! دغه غمجن او تراژيدی داستان د تاريخ په اوږدو کښی د بی شميرو خلکو زړونه خفه کوی او هرڅوک د همدردۍ او خواخوږۍ په ترڅ کښی دا اميد څرګندوی چه د نړۍ ټول زلميان او نجوڼې دی نيکمرغه ژوند ترلاسه کړی او دغه ډول فجايع دی بيا تکرار نه شي ٠