<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-28 08:56:23    
د پاکستان منتخب صدراعظم دا څرګنده کړه چه هغه به د هند او پاکستان ترمنځ سوله ايز جريان ته دوام ورکړی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان منتخب صدراعظم شوکت عزيز د اګيست په ٢٧نيټه په ملی شورا کی وويل چه هغه به د هند او پاکستان ترمنځ سوله ايزبهير ته دوام ورکړی .
عزيز وويل چه د هغه په مشرۍ نوی حکومت به له هند سره د خبرو اتروپه  پايلسۍ باندی ټينګاروکړی  او په سوله ايز توګه له هند سره د کشمر مسئلې په شمول د کشالود حل وفصل لپاره هلی ځلی  وکړی . هغه زياته کړه چه د پاکستان نوی حکومت به د جنوبی أسيا دګاونډی هېوادو په شمول د نړۍ ټولو هېوادو سره د دوستۍ او همکارۍ روابطو ته  پرمختيا ورکړی او په مداومه توګه به  تروريستی عناصر ته  هم ضربت ورسوی .
هغه دا خبره هم څرګنده کړه چه پاکستان به د هېواد د امنيت د ساتلو لپاره اوسنی ذروی نظامی قواوې وساتی اوپراخی يی کړی  . هغه هم وويل چه  د جمهوررئيس مشرف له خوا ټاکل شوی پالسی به دوام ولری او هغه به له مختلفو خواوو سره د همکارۍ له لاری د اباد او مترقی پاکستان دودانولودپاره کوشش وکړی .

د نور خبر له مخی ، د پاکستان نوی منتخب شوی صدراعظم شوکت عزيز د اګيست په ٢٨نيټه د جمهوررئيس مشرف تر رياست لاندی د لوړوپه مراسمو کی حاضر و.