<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-28 18:20:08    
زه هيله لرم چې زمونږ وطن د چين غوندې سمسور او اباد شي

cri

څۀ موده مخکې د چين د بينالمللي راډو خبريال چنګ سيانګ د چين د يوه ګډ مطبوعاتي هيئت سره افغانستان ته سفر وکړ او په کابل کې يې د ذينو شخصيتونو سره مرکې وکړې ٠ چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به په کابل کې د چين د سفارت د افغاني چوکيدار غصمتاللله خان سره د مرکې تفصيلات تاسو ته وړاندې کړو ٠

ښاغلي غصمتالله خان د مرکې په بهير کې خپل ځان معرفي کړی او د خبرياﻻنو سوالونو ته ځوابونه ورکړل هغه وويل زه څلور کوچنيان لرمه چې دوه هلکان دي او دوې نجوني دي او يوه مې ښځه ده ٠ ږمونږ ژوند داسي ښه دی نو چې ګوږاره کيږي ٠

هغه زياته کړه چې کله چې مونږ د وزير صاحب سره چين ته وﻻړو ، د چين ولسي خلک هلته زمونړ ډير تود هرکلی وکړ چې مونږ هغه خاطره نشو له ياده وتلی ٠ځکه چې مونږ د خلکو لخوا ډير استقبال شو ، مونږ په ډير سختو شرائطو کې دلته د چين په سفارت کې وظيفه راکړې وه نو دا لويه خاطره مونږ ته تر اوسه پوري زمونږ په خاطره کې ساتي ٠ کله چې مونږ چين ته ﻻړو او د بيجنګ او د چين د تاريخي ديوال بادالين ته وﻻړو ، هر چيرې چې مونږ وﻻړو د چين د خلکو د تود هرکلی سره مخامخ شوو او دا زمونږ لويه خاطره وه ٠ کله چې بيرته راغلو سفارت ته ورغلو، په هغه وخت کې کار نه و ، اوس ډير تګ راتګ راغلی او سفارت اصلاح شوی دی ، کاروندان راغلل او سفارت بيرته خلاص شو، خپل خلکو ته ويزې ورکوي ٠

د جنګ سره شرائط ډير سخت شرائط و په افغانستان کې رښتيا مشکﻻت ډير وو او اوس خو هرمشکل نشته ، د چين هيواد سياسي دفتر په دې مملکت کې او په دې

وطن کې د خلکو په مخکې خلاصه دی . خلک هره ورځ چين ته ځي خپل سياسي روابط ، تګ راتګ د چين سره خلک لري ، دا د پخوا نه ډير دی ٠

د بيجنګ ښار يو ډير ښکلی ښار دی ، په رښتيا وايم چې د چين خلکو ډير زحمت ايستلی دی خپل وطن يې جوړ کړی دی ، کار کړی دی ، ځکه هلته جنګ نه و ، صلحه وه ، نو مونږ اميد لرو چې زمونږ افغانستان يوه ورځ د بيجنګ ښار غوندې لکه د چين د هيواد غوندې همداسي سمسوري او اباد شي ٠

هغه ړړيل کله چې مونږ د چين د سفر نه زمونږ سفر ډير لنډ و ، درې ورځې دپاره و ٠ د دې لنډ سفر نه بيرته راغلو خپل دنده وظيفه چې دريواري وظيفه وه چې د سفير صاحب دريوار ومه ، ځان سره تر اوسه پورې رسولې وه ٠ په ښه توګه ٠

هغه د طالبانو د دورې په باب وويل د طالبانو په وخت کې ټولو ته څرګنده ده چې ډيره توره دوره وه ، هلک او نجوني مکتب ته نپريښودل چې مکتب وايي ، ښه شوه چې توره دوره وه چې تيره شوه ز زما په فکر باندې اوس خلک داسي لږ څه ارام ځاي لري ٠

په اخره کې ښاغلي غصمتالله خان د چين د بينالمللي راډيو په باب وويل زه د بينالمللي راډو ته ډيره مننه کوم چې ډيره ښه مطلبونه ، ډيره ښه خپرونه لري ، د ټولو خلک ورنه استفاده کوﻻی شي ، دا د دواړو هيوادونو په ګټه ده ، دا راډيو زه ډير پخوا اورومه ، ډير ښه پروګرامونه لري ، هرڅوک چې اوري خوشيان ، ښه او د اوريدو راډيو ده ٠