د سي ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخي د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د اګست په ٢٨ نيټه په اسلام اباد کي د جمهوررييس مشرف تر رياست لاندي د وفادارې لوړه وکړه او په مراسمو کي يي وويل چه نوي حکومت به د هيواد د ښه اداره کولو ، د ملي اقتصاد د پياوړتيا او د خپل غوره صورت د ايجادولو دپاره کوشش وکړي ٠ هغه به هم د لا ښکلي او غښتلي پاکستان د أبادولو دپاره هاند وکړي ٠ جمهورريس مشرف د مراسمو د ختميدو نه وروسته هيله څرګنده کړه چه نوي صدراعظم د خپل هيواد د سمسورتيا دپاره هر ډول لازم تدابيرغوره کړي ٠