<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-28 20:53:56    
د روغتيا د ساتنې په هکله د چين څلور اړوندې طريقې

cri

چين د پخوانې زمانې نه راهيسي د انسان د روغتيا د ساتنې په برخه کې زياتې ښې تجربي او غوره عنعنات لري او د حقائقو په اساس دغه عنعنوي طريقي د صيحت او روغتيا د ساتنې له پاره ګټوري ثابتې شوي دي ٠ د چين په لرغونې زمانه کې زمړنږ اسلافو ويلي و چه د سترګو ګاټې بايد په حرکت کوي ، د هغوي عقيده داوه چه د سترګو د ګاټو پر له پسي حرکت د سترګو د ناروغيو ، د ليري او نژدي نظر د خرابيدو مخنيوي کوي ٠ دغه طريقه په دي ډول ده چه د سترګو ګاټې لومړي له کيڼۍ خوا نه ښۍ خوا ته او له ښۍ خوا نه کيڼۍ خوا ته واړوي ، بيا له لاندې خوا څخه پوته خوا ته او له پورته خوا نه ښکته خوا ته په پرله پسي توګه واړوي راواړوي ٠ مګر داسي چه سر او ورميږ ورسره حرکت و نه کړي ٠ دغه حرکت بايد پنځه لس ځله تکرار شي ٠ وروسته دواړه سترګې د لږ وخت له پاره پټې کړي او بيا يي خلاصې کړي ٠ دوهمه عنعنوي طريقه د مخ مساژ دي ٠ مخ بايد تل مساژ شي ، زمړنږ نيکونو به ويل د مخ مساژ کول ناروغتيا ليري کوي او د مخ د پوستکي د ګونجو او کوچينيو داغونو د پيدا کيدو مخه نيسي ا و د مخ پوستکي ځلانده ښکاري ٠ دغه طريقه په دي ډول ده چه دواړه لاسونه لومړي يو د بل سره ښه ومښي، کله چه د لاس ورغوي تاوده شي ، مخ ور باندې له لاندې نه پورته او له پورته نه ښکته خوا ته ورو ورو مساژ کړي ، دغه حرکت بايد تر د يرشو ځلو پوري ترسره شي ٠ دريمه طريقه دا ده چه سر دي تل ږمنځ شي ٠ زمونږ د مشرانو عقيده دا وه چه سر ږمنځول سترګې روښانه ساتي او د سر دردۍ مخه نيسي ٠ څلورمه طريقه دا ده چه غوږونه دي تل دټکول شي ٠ زمونږ مشرانو ويلي و چه تل غوږ ټکول د سر دګرزيدلو او د غوږونو د شنګار مخه نيسي ٠ دغه طريقه په دي ډول ده چه د دوو لاسونو په ورغوو خپل غوږړنه پټ کړي او د لاس د اشاري ګوټه پر منځنې ګوټې باندې کيږدۍ او ورو ورو ور باندې د سر شا ته برخه تر شلو ځلو پوري ټکوي