<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-28 21:01:39    
د اي قوم د مشال بين المللي جشن د سچوان ولايت د ليانګ شانګ په سيمه کی جوړ شو

cri

د چين د ليانګ شانګ د اي قوم د مشال څلورم بينالمللي جشن د اګيست له ٤ مې نيټې نه تر ١٣ مي نيټې پوري د سچوان ولايت د حکومت په رياست د سچوان د ليانګ شانګ د اي قوم د خودمختار ايالت په مرکز سيچانګ کی جوړ شو ٠

د مشال جشن د ليانګ شانګ د اي قوم يو ډير مهم جشن دی چه هر کال يو ځل جوړيږي ٠د اي قوم خلک د هر کال د قمري مياشتې د جون په ٢٤ مه نيټه مشالونه بلوي ، دښتونو ته ځي او هلته د راتلونکي کال د ښو حاصلاتو عبادت کوي ٠

د مشال جشن عمومأ د ٧ يا١٠ ورځو لپاره دوام لري چه له دي جملې نه دري ورځې د جشن لوړه څپه ده ٠ په دی ورځو کي ، د اي قوم غښتلي زلميان د غيږ نيوې او اس ځغانستې په شمول عنعنوي مسابقي پرځاي کوي او ښکلي پيغلې د خلکو په وړاندی خپلې په زړه پوري سندرې او نڅاوې ښيي او په عين حال کي د ښکلي پيغلې د انتخاب لپاره قومي خصوصيت لرونکي مسابقه هم پر ځاي کوي ٠ د اي قوم يوې سپين سري خبريال ته وويل چه د پيغلو سندرې د نيکمرغه ژوند ستاينه کوي او د ښکلي پيغلې د انتخاب په مسابقه کي د اي قوم د لباسونو ، موزيک ،د پيغلود بدني شکل او روحيې شکلاوې يو ځاي شويدي ٠

د اي قوم د چين له هغو ملي اقليتونو څخه شميرل کيږي چه نفوس يي نسبتأ زيات دی او د چين په جنوب لويديځه سيمه کي هغه ملي اقليت دی چه نفوس يي تر نورو ملي اقليتونو نه زيات دی ٠ د اي قوم کلتور ځانګړي خصوصيتونه او لرغوني تاريخ لري او د چين په دننه او بهر کی شهرت موندلی دی ٠

د ليانګ شانګ د اي قوم د خودمختار ايالت د ولسي حکومت مرستيال ښاغلی يانګ چاو په خبريال ته وويل چه په دی وروستيو کلونو کی د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ګامونو د چټکتيا او د ليانګ شانګ د سيمې د ټولنيزې ترقې سره سم ، د اي قوم د مشال د جشن محتويات هم په پر له پسي توګه غني او نوي شويدي ٠ اوس د مشال جشن نه يوازي د عبادت يو عنعنوي فعاليت دی ، بلکي د ليانګ شانګ يو لوي توريستي پروګرام هم دی او هر کال د لس ګونو هيوادونو خارجي توريستان راجلبوي ، دغه راز د مشال جشن کلتوري تبادله او اقتصادي او تجارتي همکاري هم پرمخبيولی ده ٠