<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-29 18:55:25    
د ژړا ديوال

cri

دژړا ديوال ديهودی دين مقدس ځای دی او خلک ورته لويديځ ديوال وايی .دغه ديوال د بيت المقدس په ختيځ کښی پروت دی .دديوال اوږدوالی تقريبا٤٩ مترو ته رسيږی او له ډبروڅخه جوړ شوی دی . دغه ديوال د يهوديانو د عقيدی او يووالی نښه نښانه ګڼل کيږی ،نو يهوديان ورته په ډيره درنه سترګه ګوری .دروايت له مخی

د روميانو له خوا د بيت المقدس دنيولو په وخت کښی يهوديان تل به دغه ديوال ته راغونډيدل او يو ځای به يی ژړل ، له دی نه وروسته په زر هاو کلونو کښی داسی حالت ليدل کيدل چه له بيلا بيلو ځايونو نه راغلی يهوديان دلته ژاړی څو چه له دی لاری خپل له لاسه ورکړشوی وطن ياد يی وساتل شی . تراوسه پوری هم هر کله چه ديهودی دين د شنبی ورځ راشی ، ځينی يهوديان ددغه ديوال په وړاندی ژاړی او دعا کوی .

د پريتوريا دولتی وحشی باغ دجنوبی افريقی دحيواناتو ډير مشهور پارک دی او په ١٨٩٩ کال کښی جوړ شوی او وروسته پراخ شوی دی . مساحت يی پنځوس هکتاره مځکه ونيوله. په دی پارک کښی غوايان ، بيزوګانی ، داوبو اسونه، پسونه او داسی نورنادره او قيمتی وحشی حيوانات او مرغان ژوندکوی چه د نړۍ په نورو ځايونو کښی نه ليدل کيږی . يوازی د کبانو قسمونه يی څه د پاسه دروسوو ته رسيدلی دی .دغه راز دغه پارک د ځناورانو د نمونو دراغونډولو په برخه کښی په نړۍ کښی هم ډير

مشهور دی .په دی جمله کښی ديو سلو څلويښتو ډولو شيدی ورکوونکوحيواناتو اته سوه ديرش نمونی ، د دوو سوو دوه شپيتو ډولو مرغانوپوری مربوط يوزر شپږ سوه نمونی او د يو سلو يو پنځوس ډولو خزنده ځناورانو په ارتباط څه د پاسه اته سوه اويا نمونی ساتل شوی دی .