<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-29 19:30:02    
د چين د نفوس له چارو سره دوه پاملرنه کوونکي خارجي ښځې

cri

د چين د څلورمې دورې د نفوس د جايزو د ور کولو په مراسمو کی دوه جايزه اخيستونکي خارجي ښځې د خلکو له خوا متوجه شوي چه يوه يي د م م د نفوس د صندوق پخواني اجرايوي رييسه ډاکتره نافيس ساديک او بله يي د فورد د صندوق عمومي رييسه سوسان بيريسفورد ده ٠ دوي دواړه د چين د نفوس له چارو سره علاقه او مرسته لري ٠

ټولو ته معلومه ده چه د چين نفوس په نړۍ کي تر ټولو نه زيات دي ٠ د نفوس ، اقتصاد او ټولني د هماهنګ انکشاف لپاره چين د نفوس او کورني لارښوونې پاليسي چلولي او د نفوس په ساحه کي د ډيرې لوړی جايزي په توګه د چين د نفوس جايزه په عمده توګه د مختلفو حلقو هغو شخصيتونو ته چه په دی برخه کي يي وتلي خدمتونه سر ته رسولي ورکول کيږي ٠ تر اوسه پوري څلورو خارجي شخصيتونو نوموړي خاص افتخار ګټلي دی ٠

ډاکتره ساديک په ١٩٨٧ کال کي د م م د نفوس صندوق د اجرايوي رييس په حيث مقرره شوه او د خپل مامويت په ١٣ کالو کي يي څو ځله چين ته سفر کړي او د چين او د م م د نفوس صندوق تر منځ د همکاری د پرمخبيولو لپاره يي مثبت رول لوبولی دی ٠ د چين د نفوس جايزې د ور کولو په مراسمو کی ډاکترې ساديک په هيجاني احساساتو سره خبريال ته وويل چه زه د شکريي او احترام په احساساتو سره دغه جايزه اخلم او له دي امله ډيره متاثره او وياړه يم چه زما کارونه د چين له خوا چه د ګردې کرې د نفوس په موضوع باندی ژوره اغيزه لري منل او پيژندل شويدي ٠

د م م د نفوس صندوق په نړی کي تر ټولو نه داسي لوي بين المللي سازمان دی چه د نفوس په ساحه کي پرمختيايي هيوادو ته مرسته ور کوي او تر اوسه پوري څه د پاسه ٣٠ کلن تاريخ لري ٠ د احصايي له مخي ، د ١٩٧٩ کال نه تر ١٩٩٤ کاله پوري په ١٥ کالو کي ، نوموړی سازمان جملتأ چين ته تقريبأ د ١٦٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بي بدله مرسته ور کړي او د چين لپاره يي د دولت او ولايت په درجه د کورني لارښوونې د علمي څيړنې او روزنې شبکي جوړي کړي او د نفوس په ساحه کي يي زيات شمير متخصصان روزلي دي ٠ علاوه پر وی ، ددي هدف د سر ته رسولو لپاره چه د چين د کورني لارښوونې کارونه د حکومتي اداری نه د ښه خدمت په برابرولو بدل شي ، د م م د نفوس صندوق له چين سره د کورني لارښوونې او د زيږيدنې روغتيا په باب د څلورو دورو د همکارۍ په پروګرامونو لاس پوري کړي او يوازي د څلورمې دورې د همکارۍ پروګرامونه د چين په ٣٢ ولسواليو او ښارونو کی عملي شويدي ٠

د څلورمې دورې د چين د نفوسو جايزه بله خارجي اخيستونکي د فورد د صندوق عمومي رييسه ميرمن سوسان بيريسفورد ده ٠ هغې سر له ١٩٩٦ کال نه د نوموړی صندوق د عمومي رييس وظيفه په غاړه اخيستي او هميشه د نفوس په ساحه کي له چين سره همکاري ته توجه لري ٠ د چين د نفوس جايزي د اخيستلو نه وروسته هغې وويل چه د چين د نفوس جايزه ستر اهميت لري ٠ د چين د کورني لارښوونې کميټې د جايزه ور کولو په شکل زمونږ کارونه پيژندلي او ستايلي چه مونږ په دي مناسبت ډير وياړ يو ٠ ددې جايزي اخيستل د فورد صندوق او د چين د کورني لارښوونې د کميټې تر منځ د مثبتې همکارۍ د روابطو او هم د چين له خلکو سره زما د شخصي دوستی نښه نښانه ده ٠

د فورد صندوق په ګرده کره کي پراخه اغيزه لري او د امريکې د يوه محلي خيريه سازمان په بنا يي پرمختګ کړيدی ٠ له ١٩٨٨ کال نه ، نوموړي صندوق چين ته جملتأ د ٨٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې ور کړي او د عالي رتبه وو مامورينو تخصصي روزنه او نور پروګرامونه يي سر ته رسولي دي ٠ يوازي په دي پروګرام کي د فورد صندوق د چين لپاره ١٠٥ تنه مربوط مامورين چه د رياست رتبه يا د رياست نه لوړه رتبه لري روزلي او ددوی د کمالاتو د لوړولو او په بينالمللي ټولنه کي د کورني لارښوونې د کارونو د نويو نظريو د معلومولو لپاره يي مثبت رول لوبولی دی ٠

د چين د کورني لارښوونې د کميټې رييس ښاغلی جانګ وي چينګ د زياتو کلونو نه راهيسي د چين د نفوس او کورني لارښوونې له چارو څخه د ډاکتري ساديک او ميرمنې سوسان د ملاتړ لوړه قدرداني وکړه او و يي ويل چه د زياتو کلونو نه راهيسي ، ددوي دوستانه او صميمانه رويه ، تود ملاتړ او له چين سره ښه همکاري د چين د نفوس او کورني لارښوونې د چارو د انکشاف لپاره مثبت خدمتونه سر ته رسولي دي ٠ دوي ته د چين د نفوس جايزې د ورکولو عمده مقصد بينالمللي دوستانو ته تشويق ور کول دي چه د اوږدې مودې لپاره د چين د نفوس او کورني لارښوونې د کارونو ملاتړ وکړي ٠ که څه هم سر له ٢٠٠٠ کال نه ډاکتره ساديک نور نو د م م د نفوس صندوق اجرايوي رييسه نه وه ، خو هغه لا هم هر وخت د چين د نفوس د چارو انکشاف ته پاملرنه کوي ٠ د فورد صندوق عمومي رييسه ميرمنه سوسان هم له چين سره د همکاري د دوامدارې پياوړتيا هيله څرګنده کړه ٠