د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ،د اولمپيک ٢٨مې سپورتی لوبی په محلی وخت د اګيسټ په ٢٩ مه نيټه ماښام د يونان په مرکز اتن کی پای ته ورسيدی .
د اولمپيک د روانو لوبو د انتظامې کميټې رييس ميرمنی ګيانا انجلوپولوس او د اولمپيک د بين المللي کميټې رييس جاکوس روګ په نوموړو احتتاميه مراسمو کی ويناوی وکړې . د اتن ښاروال باکويانيس د اولمپيک د سپورتی لوبو ځانګړی بيرغ ښاغلی روګ ته بيرته ورکړ او بيا د روګ لخوا د اولمپيک د ٢٩مې دورې د دوبنی سپورتی لوبو د کوربه ښار – بيجينګ ښاروال ښاغلی وانګ چی شان ته وسپارل شو . ورپسی د چين هنرمندانو د اتو دقيقو لپاره په زړه پوری او ځانګړی هنری پارچی نړيوالو ته وړاندی کړې او له هغو څخه د اولمپيک د راتلونکو سپورتی لوبو دبريالی جوړولو لپاره د بيجينګيانو ټينګه اراده او عزم څرګند شوی دی . د نوموړو مراسمو په پای کی د اولمپيک د لوبو مقدس اور چه د ١٧ورځو لپاره يی دوام درلود ، ورو ورو مړ شو .
د اتن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ٢٠٢ هيوادونو او سيمو نه راغلو څه د پاسه لسو زرو ورزشکارانو برخه واخيستله . دوی په ٢٨ لويو سپورتی لوبو کی سره شديدی سيالي وکړې او د ٧٥ هيوادونو او سيمو ورزشکارانو مدالونه وګټل او د طلايی مدالونو د شمير له مخی امريکی ، چين او روسيی په جلا جلا توګه لومړی ، دوهم او دريم مقام ترلاسه کړ .