د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ،د اولمپيک ٢٨مې سپورتی لوبی په محلی وخت د اګيسټ په ٢٩ مه نيټه ماښام په اتن کی پای ته ورسيدی او د اولمپيک هغه مقدس اور چه د ١٧ورځو لپاره يی دوام درلود ، مړشو.
د طلايی مدالونو د شمير له لحاظه چين د ٣٢طلايی ، ١٧ نقره يی او ١٤ژيړو مدالونو په برياليتوب سره دوهم مقام ترلاسه کړ .
په نوموړو احتتاميه مراسمو کی د اولمپيک د بين المللي کميټې رييس جاکوس روګ د اولمپيک د سپورتی لوبو ځانګړی بيرغ د اولمپيک د ٢٩مې دورې د دوبنی سپورتی لوبو د کوربه ښار – بيجينګ ښاروال ښاغلی وانګ چی شان ته وسپاره او له دی نه څرګنديږی چه په بيجينګ کی د اولمپيک د راتلونکی سپورتی لوبو مقدمه پرانستله شوی ده .
ورپسی د چين هنرمندانو د اتو دقيقو لپاره په زړه پوری او ځانګړی هنری پارچی نړيوالو ته وړاندی کړې او له هغو څخه د چينی ملت لرغونی تاريخ او فرهنګ او د اولمپيک د راتلونکو سپورتی لوبو دبريالی جوړولو لپاره د بيجينګيانو ټينګه اراده او عزم څرګند شوی دی .
د اتن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ٢٠٢ هيوادونو او سيمو نه راغلو څه د پاسه لسو زرو ورزشکارانو برخه واخيستله . دوی په ٢٨ لويو سپورتی لوبو کی سره شديدی سيالي وکړې او د ٧٥ هيوادونو او سيمو ورزشکارانو مدالونه وګټل او د طلايی مدالونو د شمير له مخی امريکی ، چين او روسيی په جلا جلا توګه لومړی ، دوهم او دريم مقام ترلاسه کړ .
٢٩مه ورځ د اتن د اولمپيک د لوبو وروستنی ورځ وه او په دی ورځ ١٧ طلايی مدالونه وټاکل شول . د ٦٧کيلوګرامو په وزن د ښځو د تکواندو په لوبه کی د چين ورزشکارې چين جونګ چه په ٢٠٠٠کال کی د سيدنی د اولمپيک په لوبو کی يی د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړی و ،پر فرانسوی ورزشکارې باندی غلبه وکړه او يو ځل بيا قهرمانه شوه او د چين د هيات لپاره يی ٣٢ م طلايی مدال وګاټه .