د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د اګسټ په ٢٩مه نيټه په کابل کی د امريکی د يو دختر او د ځينو بين المللی سازمانانو د دفترونو په نژدی ځای کی د موټر د بم چاودنه وشوه چی پکی څه نا څه پنځه تنه مړه شول په دی جمله کی دری تنه امريکايان دی.
د افغانستان د ملی دفاع د وزارت يوه مامور وويل چی دری تنه امريکايان چی د افغانستان د پوليسی پوځ په روزلو کی يی ګدون درلود او د افغانستان دوه تنه افغان پوليس په دی چاودنه کی مړه او نور ډېر کسان ټپی شويدی .د يو بل خبر له مخی : د امريکی د نوموړی دختر شپږ موټرونه هم په دی چاودنه کی ويجاړ شويدی.
د الجزيری ټلويزيونی سټشن د خبر له مخی : د طالبانو پاتی شوی وسله والو قواوو وويل چی دوی د نوموړی چاودنی مسًوليت په خپله غاړه لری .