د سين هوا اژانس د خبر له مخی : په افغانستان کی د امريکی پوځ د اګسټ په ٢٩مه نيټه وويل چی د افغانستان دپعکتياولايت په يو شخصی دينی ښوونځی کی د اګست د ٢٨ می نيټی به شپه د بم چاودنه وشوه چی پکی لس تنه مړه او ډير کسان زخمی شول .په نوموړو لسو کسانو کی نه تنه ماشومان دی .
د بل خبر له مخی : د اګسټ په ٢٩مه نيټه په کابل کی د امريکی د يوه دفتر او د ځينو بين المللی سازمانانو دفترونو ته په نژدی ځای کی د موټر د بم چاودنه وشوه .د افغانستان د ملی دفاع د وزارت يوه مامور وويل چی دری تنه امريکايان چی د افغانستان د پوليسی پوځ په روزلو کی بوخت و او دوه تنه افغانان پوليس په دی چاودنه کی مړه شوی او نور ډير کسان ټپی شويدی.