د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان حکومت د اګيسټ په ٢٩ مه نيټه له هند څخه وغوښتل چه له ستراتيژيکی خوددارۍ
څخه کار واخلی ترڅو د جنوبی اسيا سيمه د تسليحاتی مسابقې له سختوالی څخه وژغورل شی .
د پاکستان د نيوز د ورځپاڼې د ٣٠می نيټې د خبر له مخی ، هند د اګيسټ په ٢٩مه نيټه په بريالی ډول له مځکی نه مځکی ته د اګنی په نامه دوهمه ډوله منځنی واټن لرونکی توغندی هوا ته وتوغاوه او په دی هکله دپاکستان د خارجه وزارت نطاق مسعود خان وويل چه د دواړوهيوادونو ترمنځ د لاسليک شوی موافقی سره سم هند د نوموړی توغندی د ويشتلو نه مخکی پاکستان ته اړونده خبرتيا ورکړ ېوه . مګر هغه دا څرګنده کړه چه پاکستان هيله نه لری چه په جنوبی اسيا کی تسليحاتی مسابقه دوام وکړی او يقين دی چه د ستراتيژيکی خوددارۍ ساتل د هند او پاکستان د دواړو هيوادونو له ګټو سره سمون خوری . هغه هم وويل چه دواړه هيوادونه به ژر د نوموړی موضوع په باره کی بيا سره خبری اتری وکړي .