<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-30 19:05:59    
په شانګهای کښی ستر بدلونونه

cri

شانګهای د ختيځ چين په ساحلی سيمه کښی واقع دی او دچين يو مهم صنعتی مرکز دی . د شانګهای مساحت ډير لوی نه دی چه يوازی شپږ زره دری سوه څلويښت مربع کيلو متره دی او د ګرد هيوا د دعمومی مساحت په سلو کښی صفر اعشاريه صفر شپږ برخه نيسی ، د تيرکال تر پايه پوری د شانګهای د نفوسو شمير ديارلس مليونه څلور لکه سل مليونه تنو ته ورسيد چه دغه رقم يوازی د ټول هيواد د عمومی نفوسو په سلو کښی يو نيسی . که څه هم د شانګهای دغه ځای کوچنی دی ، خو نننی شانګهای دچين په اقتصادی وضعيت کښی ورځ په ورځ مهم رول لوبولی دی .هره ورځ يو ديرش زره کانتنرونه د بيړيو په واسطه د شانګهای له بندر څخه دچين بيلابيلو ځايونو او يا د نړۍ مختلفو هيوادونو ته انتقال کيږی او هره ورځ څه نا څه لس زره تنه خارجيان دشانګهای ښار ته داخليږی . تيرکال يوازی د خارجی سيلانيانو شمير دوو مليونو اوه لکو شلو زرو تنو ته ورسيد او دهغوی له توريستی چارو څخه په مستقيم ډول د دوو لکو ملياردو دری سوو اتيا مليونو امريکايی دالرو په اندازه خارجی اسعار تر لاسه شوی دی .علاوه پردی شانګهای د منځنی او لويديځ چين له يوولسو ولايتونو، خودمختارو سيمو او ښارونو سره دعلمی او تخنيکی همکارۍ روابط قايم کړی دی او پانګی يی له اته ديرشو ملياردو ژن مين بی يونو څخه اوښتی دی .

د شانګهای اقتصاد په چټکۍ سره وده کړی ده ، د شانګهای د خلکو دژوندانه ساحه هم پراخه شوی ده . پخوا په شانګهای کښی د هر يو تن په سر داوسيدو منځنی مساحت ډير کوچنی و ، د تيری پيړۍ د نهمی لسيزی تر ابتدايی مودی پوری د شانګهای په ښار کښی د څه دپاسه دری لکو کورنيو د هريو تن په سر داوسيدو منځنی مساحت له څلورومربع مترو څخه هم ټيټ و چه په دی جمله کښی د ديرشو زرو کورنيو د هر يو تن په سر داوسيدو منځنی مساحت له دوه اعشاريه پنځه مربع مترو څخه هم کم و .د شلمی پيړۍ د نهمی لسيزی نه راهيسی په شانګهای کښی تول د دوو سوو څلور ديرشو مليونو مربع مترو په مساحت کورونه جوړ شوی دی چه دغه مساحت د شانګهای د استوګنځيو داوسنی عمومی مساحت په سلوکښی د شپږ اويا اعشاريه پنځه سره برابر دی . د تيرکال ترپايه پوری په ښاری سيمه کښی د هر يو تن په سر داوسيدو مساحت ديارلس اعشاريه اته مربع مترو ته ورسيد چه دغه رقم د ١٩٩٠ کا ل په نسبت اوه اعشاريه دوه مربع متره زيات شو ، په کليو کښی د هر يو اوسيدونکی په سر داوسيدو منځنی مساحت نه پنځوس مربع مترو ته ورسيد .

د اوسيدو او چاپيريال دښه کيدو په نتيجه کښی هغه مسئله حله شوی ده کوم چه د يوی پيړۍ نه راهيسی دشانګهای ښاريان دکورونو دپاره په انديښنه کښی وو .د تير کال تر پايه پوری په دغه ښارکښی دهغو کسانو شمير چه په دايمی توګه په شانګهای کښی ژوند کوی، اوولسو مليونو يولکو لس زرو تنو ته ورسيد ، دچين له نورو ځايونو څخه دراغلو کسانو او خارجيانو شميرد شانګهای د نفوسو د حجم په سلو کښی ديرش برخه نيسی چه په دی جمله کښی دوه لکه تنه تايوانی سوداګران شامل دی.

نن ورځ دعصری ګامونو د چټکتيا سره سره د شانګهای د نفوسو په جوړښت کښی ژور بدلونونه موندلی ، زيات بااستعداد چينايان را منځ ته کيږی .. شانګهای چه پکښی زيات سوداګری فرصتونه موجود دی ، زيات خارجيان ځانته راجلبوی ، بيلا بيلو نژاد او بيلابيلو ژبوويونکو خارجيان په پر له پسی ډول د شانګهای ښار ته راغلی دی ، که څه هم دوی د شانګهای په لهجه نه پوهيږی او هم د شانګهای ددود دستورونو په باب لا زيات معلومات نه دی تر لاسه کړی ، خو دوی په دی ټکی ښه پوهيږی چه شانګهای دخپل خيال او ارمان د سرته رسولو دپاره ددوی د اجدادی کور په شان دی .