د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د م م سرمنشی کوفی انان د اګسټ په ٣٠مه نيټه د اعلاميی په خپرولو سره د بم هغه چاودنه وغندله چی د اګسټ ٢٩ مه نيټه د دافغنستان د پکتيا ولايت په يوه ښوونځی کی وشوه .
انان وويل چی په دی نژديو ورځو کی په کابل او د پکتيا په ولايت کی وار په واره چاودنی وشوې ،په تيره بايا د پکتيا ولايت په يوه ښوونځی کی د چاودنی په اثر ډير ماشومان مړه شول . په دی مناسبت هغه خپله ژوره انديښنه څرګنده کړه .
انان دافغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چی د ناټو بلاک په مشری له بين المللی سولی ساتی پوځونو سره په ښی همکارۍ او د موثرو اقداماتو په غوره کولو سره د افغانستان امنيتی شرايط ښه کړی څو چی د راتلونکو عومومی ټول ټاکنو په تدارکاتو کی د ټولو کارکوونکو د امنيت ضمانت وکړی .