د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی :د البانيا د جمهوررئيس اداری د اګسټ په ٣٠ مه نيته اعلام وکړ چی البانيا ، کروتيا او مقدونيا به په ګډه سره افغانستان ته طبی ټيم ولېږی څو چی په افغانستان کی د ناټو بلاک په سوله ساتی عملياتو کی ګدون وکړی . د معلوماتو له مخی :نوموړی طبی ټيم به چی د نوموړو دريو هيوادونو له خوا افغانستان ته ولېږل شی د نظامی ډاکټرانو او طبی مختصصانو له خواجوړ شی .