<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-31 17:41:00    
مساوات ته پرمختګ

cri

په اتن کي د اولمپيک د سپورتي لوبو نيمه برخه تيره شويده ، خو د رواني مياشتي په شلمه نيټه د سلو مترو په فاصله د ښځو د ځغاستې د لومړني مقدماتي مسابقې په شپږم ګروپ کي يوه نجلۍ چه روبينا مشعل يار نوميږي ، که څه هم د نورو نه وروسته نهايي خط ته ورسيده او په مسابقه کي ناکامه شوه ، خو په ميدان کي ټول نندارچيان راوپاڅيدل او نارې يي ووهلې او ور ته يي تودې چکچکي وکړې ، د امريکې مشهورې لوبغاړي چه ديفس نوميږي او په مقدماتي مسابقه کي يي لومړي لمبر وګاټه ، هم په ابتکار سره له روبينا مشعل يار سره عکس واخيست ٠ روبينا مشعل يار د ١٩٨٦ کال د جولاي په مياشت کي زيږيدلې او دې په خپل ژوند کي دا ډيره نيکمرغه موقع تيره کړه ځکه چه د اولمپيک په سپورتي لوبو کي ددې د ګډون خيال تر سره شويدی ٠ نندارچيانو ځکه روبينا ته لاسونه پړ کول ، علت يي ندی چه په مسابقه کي ددې موفقيت ښه دی ، بلکې مهمه خبره دا ده چه يوازي هغه د ځغاستي په ليکه کي ودريده او د خپل هيواد دپاره يي نوي تاريخ جوړ کړ په بله ژبه روبينا او بله افغانه نجلۍ چه فريبا رضايي نوميږي ، د افغانستان په تاريخ کي لومړني ښځينه لوبغاړي دي چه د اولمپيک په سپورتي لوبو کي يي ګډون کړيدي ٠

روبينا وويل چه ډيره خوشحاله او وياړ م چه د اولمپيک په سپورتي لوبو کي مي ګډون کړي دی ، سره له دې چه د مسابقې له ليکې څخه ايستل شوي يمه ، خو بايدووايم چه د مسابقي په اول کي لږ څه ويريدمه ځکه چه د ټولو نړيوالو سترګې زما په لور اوښتي وی ، مګر د مسابقې نه دمخه د تيارسۍ په وخت کي نورو لوبغاړو زه وهڅولم او نندارچيانو هم په پر له پسي ډول زما نوم روبينا روبينا په خپلو غږونو کي پورته کاوه او نارې يي وهلې ٠ډير وياړ لرم چه زما موفقيت د يوې بلې لوبغاړې څخه ښه دی او د خپل وطن او خلکو دپاره مي فخر وګاټه ٠

د اولمپيک د سپورتي لوبو د پرانستلو په مراسمو کي ښکلي نجلۍ روبينا چه ونه يي يو اعشاره اوه متره لوړه ده ، د افغانستان د ملي بيرغ په اوچتولو سره د يوولس کسيزه افغاني هيات په مخکي سپورتي ميدان ته داخله شوه ، ددې د ښکلا او د ځانګړي ملي لباس په اغوستلو سره په ټول ميدان کي تودی چکچکې پورته شوې ٠ روبينا وويل چه کالي مي د مور سره د کابل په بازار کي واخيستل ، په کور کي ډير ښکلي کالي هم لرم ، خو د اغوستلو وخت نه لرم ځکه چه زمونږ په هيواد کي د ښځو دپاره د کاليو او زيوراتو د استعمالولو جدي مقررات شته ٠

روبينا د کوچنيتوب په وخت کي له ځغاستې سره ډيره مينه درلوده ، خو تمرينات ددې دپاره مشکل کار دی ٠ روبينا وويل چه وروسته تر هغه وخته چه په ١٩٩٦ کال کي طالبانو سياسي قدرت لاس ته راوړ ، ښځو ته يي د زده کړې ، کار او په عام ميدان کي د فعاليت کولو اجازه ور نه کړه په تيره بيا په سپورتي لوبو کي برخه اخيستنه غيرمجازه وه ، نو يوازي د خپل کور په انګړ کي مي ساده روزنه سر ته ورسوله ٠ له نيکه مرغه د طالبانو د رژيم د نسکوريدو نه وروسته د افغانستان د اولمپيک د ملي کميټې په اجازه روبينا د هغه هيواد د ځغاستې په لوبه کي په يوازني لوبغاړي بدله شوه ٠ د نهو مياشتو د سختې روزنې نه وروسته د روبينا استاذه نعيمه صورت ګر د خپل هيواد د سپورتي چارو د بيا اعادې دپاره روبينا او يوه بله لوبغاړي چه فريبا رضايي نوميږي ، انتخابې کړې څو چه د نورو درو نارينه وو لوبغاړو سره يو ځاي په اتن کي د اولمپيک په سپورتي لوبو کي ګډون وکړي ٠ سره له دي چه ددوي موفقيتونه د اولمپيک په سپورتي لوبو کي د ګډون ابتدايي سويې ته هم ندي رسيدلې ، خو د افغانستان د سپورتي چارو د احيا او سمسورتيا دپاره د اولمپيک بين المللي کميټې لاهم دوي ته خاصې اجازه نامې ورکړې ٠ کله چه روبينا د ځغاستې په ليکه کي د نندارچيانو افرين ومانه ، د نندارچيانو په صحنه کي د استاذې صورت ګر له سترګو څخه تودې اوښکې تويي شوې ، هغې په هيجاني توګه وويل چه ما په خپلو سترګو وليدل چه افغان نجونې هم په أزاده توګه په مسابقه کي ګډون کولي شي ٠ نن ورځ د ټولو مسلمانو ښځو د نمانځنې ورځ ده ځکه چه مونږ لازم مساوي حق تر لاسه کړيدی ٠روبينا هم هيله څرګنده کړه چه د افغان ښځو دپاره يوه داسي لاره هواره کړي چه ښځې هم کولي شي چه د نارينه وو سره يو شان په ازاد او مسا وي ډول په خپل کار کي ګډون وکړي ٠