<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-31 17:52:38    
له ٣ کالو نه تر ٦ کالو پوري عمر د انساني مغز د يادګيرنې ډيره ښه موده ده

cri

د عمر کومه موده د انساني مغز د يادګيرنې ډيره ښه موده ده ؟ مربوطو متخصصانو دی ته اشاره وکړه چه د درو کالو نه تر ٦ کالو پوري د عمر لرونکو کوچنيانو يادګيرنه د بالغانو په نسبت ډيره ښه ده ٠

د چين د شمال ختيځ د دارالمعلمين په اړه د تعليمي علم د پوهنځي د کوچنيانو د تعليمي څانګې پروفيسر وانګ سياو اينګ وويل چه د ٣ کالو نه تر ٦ کالو پوري عمر لرونکي کوچنيان د دماغي قوې د ودې په مرحله کي واقع دي او دغه مرحله د بنسټ د ايښودلو مرحله هم ده ٠ په دغه مرحله کي د کوچنيانو د پټې قوې پوره بهره برداري کول او ددوي د پراخې علاقۍ سره سم روزل د کوچنيانو د راتلونکي ودې لپاره خورا مهم دي ٠

د شمال ختيځ د دارالمعلمين په اړه د ژويو د علم د پوهنځي پروفيسر جانګ دا نظر څرګند کړ چه د بيالوجی له نظره ، د ٣ کالو نه تر ٦کالو پوري د عمر لرونکو کوچنيانو يادګيرنه په ريښتيا سره تر زلميانو او عمر خوړلو کسانو نه ښه ده ، نو د عمر په دغه مرحله کي کوچنيان کولي شي چه په مناسب ډول زيات شيان زده کړي ، البته بايد په حتمي توګه په کميت پسي و نه ګرزي ٠ هغه زياته کړه چه د انسان مغر په تمام عمر کي د پر له پسي بهره برداری په حالت کي واقع دی ، خو يوازي په بيلا بيلو مرحلو کي د بهره برداری محتويات يي يو شان نه دي ، نو پلرونه او ميندې بايد د ٣ کالو نه تر

٦کالو پوري عمر لرونکوکوچنيانو لپاره چه تعليمي عمر ته نه دي رسيدلي ، ددوی د دغې مرحلې په مناسبت د زده کړې د شيانو بهره برداري وکړي او ددوی علاقې او مينې ته زياته پاملرنه او توجه وکړي او د دوی د علاقه وړ شيانو په برخه کي ددوی د پټې قوي بهره برداري وکړي ٠