د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د پاکستان صدراعظم شوکت عزيزد اګيست په ٣٠ نيټه څرګنده کړه چی پاکستان د هند سره د هر اړخيز ديالوګ جريان ته ډير زيات اهميت ور کوی او غواړی چی له هند سره د دوستۍ او همکارۍ روابط ټينګ کړی.
د پاکستان د ورځپانی د تازه خبر له مخی دغه مطالب د هند د صدراعظم سينګ په عنوان پيغام کی څرګند شول او په خپل پيغام کی يی هيله څدګنده کړه چی د هند له صدراعظم سره د دواړو هيوادونو د دوستۍ او همکارۍ د روابط د ټينګيدو دپاره ګډ کوښښ وکړی. هغه زياته کړه چی پاکستان به د سولی له لاری د دواړو هيوادونو ترمنځ د کشمير د مئسلی په شمول ټول اختلافونه حل کړی.
شوکت عزيز چی د پاکستان د پخوانی د ماليې وزير ؤ د اګيست په ٢٨ نيټه د دی هيوادد صدراعظم دنده په غاړه واخيستله.