<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-01 10:52:22    
د هند او پاکستان ترمنځ ٥٥تنه بنديان يو بل ته تسليم شويدی.

cri

د اګيست په ٣١ مه نيټه  د هند او پاکستان ترمنځ٥٥ تنه بنديان يو بل ته تسليم شويدی.دغه عمل د تېر کال د خپل منځی  روابطو د ښه والی راهيسی د دواړو هېوادونو د متقابل اعتماد د پياوړتيا دپاره يو مشخص تدبير دی او په عين وخت کی د سپتمبر په سر کی د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ترمنځ د راتلونکو خبرو اترو نه مخکی يو دوستانه سلوک بلل کېږی.

د پاکستان دمطبوعاتی سرچينی په قول، هند او پاکستان  د واګه د سرحدی څارنی په مرکز کی چی د پنجاب ولايت د مرکز لاهور ختيځ ته څه نا څه ٣٠ کيلو متره ليری دی د بنديانو د تبادلې دپاره يو لنډ مراسم پرځای کړل. د هند او پاکستان د داخلی چارو د وزارت يو شمېر مامورينو، ديپلوماتانو او د سرحدی پوځونو پرسونلو پکی ګډون درلود.

د معلوماتو سره سم د هند حکومت ١٩ تنه پاکستانی بنديان او د پاکستان حکومت ٣٦ تنه هندی بنديان خوشی کړل.