<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-01 18:29:58    
ميرمن جيان لوي پينګ او د هغې د وړوکو حيواناتو کورني

cri

ميرمن جيان لوي پينګ سږکال پنځوس کلنه ده او د خلکو په سترګو کې يي يوه داسي ښځه ګڼله کيږي چه زړه يي له مينې نه ډک او په عين وخت کې يي هم ټينګ ښکاري ٠ لس کاله د مخه هغې د سرطان په ناروغۍ اخته شوه خو لا هم تر خپلې وسي پوري د هغو څه د پاسه څلور سوو وړوکو سپيو او پيښو دساتنې له پاره زيات کړاونه او کوششونه کړي دي ٠ اوس د ميرمن جيان لوي پينګ او د هغېد څو سوو سپيو او پيشو کور د بيجينګ د اطرافو د سياو تان شان په نامه يو ځاي کې پروت دي چه مساحت يي نژدي درو هکتارو ته رسيږي ٠ دغه کور د هغې په ټولو ذخائرو او د ټولنې د اړوندو شخصيتونو تر مرستي لاندې جوړ شوي دي ٠ په لومړنيو وختونو کې د ميرمن جيان لوي پينګ ډير دوستان خبر وو چه جيان لوي پينګ له وړوکو حيواناتو سره ډيره مينه لري ، نو يا خپل روزل شوي يا په بهر کې پيدا شوي پيشو يا وړوکي سپي جيان لوي پينګ ته يي استولي دي ، وروسته له دي امله چه د هغې له خوا منل شوي پيشو او سپي مخ په زياتيدو وو ، نو مجبورأ څو څو ځله يي خپل کور بل ځاي ته کډه کړي او په پاي کې سياو تان شان ته انتقال شوي دي ٠ خو په دي ترڅ کې د ميرمن جيان لوي پينګ ټول ذخير ه شوي پيسي مصرف شوي او د هغې دغه عمل د خپلوانو له پاره هم و نه منل شو ٠ مګر په دي حالت کې هغې لا هم پر خپل عمل باندې ټينګار وکړ٠ د هغې په نظر د خپل دغه عمل يوازي ددي له پاره دي چه دغو بي کوره او پريښودل شويو او يا صدمه رسيدونکو وړوکو حيواناتو ته يو ګرم کورني برابر شي ٠ هغه وويل چه زما په نظر که څه هم دغه حيوانان خبري نه شي ويلي ، خو زړه يي له انسان سره تبادله کولي شي او انسان ته خوشحالۍ رسوي ، دوي هم د انسان په شان د ځمکې کرې دحيات لرونکو موجوداتو څخه دي او له انسانو سره يو ځاي په دي کره کې ژوند کوي ٠ دوي د انسانو زيات حمايت ته اړتيا لري ، مونږ نه شو کولي چه د دوي حمايت و نه کړي ٠ 

په دي وروستيو کلونو کې د چين د خلکو د ژوندانه د سويي په اوچتيدو سره هغه خلک چه په کور کې يي وړوکي سپي او پيشو روزي او ساتي ، مخ په زياتيدو دي ٠ خو له دي امله چه دغه وړو کي خيوانان هم په ناروغۍ د اخته کيدو احتمال لري ، نو د ځينو ناروغو حيواناتو په نسبت د يو شمير خلکو صبر او حوصله له لاسه ورکړ شوي دي او نا روغ سپي يا پيشو يي بهر ته پريښودل شوي دي ٠ د دغه حالت په نسبت ميرمن جيان لوي پينګ فکر وکړ چه بايد يو ځاي پيدا شي څو چه دغه ډول بي وزلي وړوکي حيوان ومنل شي او پريږدي چه خلک خصوصأ ماشومان دغه ځاي ته راشي او د دغو وړوکو بي وزلو حيواناتو سره د تماسونو له لاري د حيواناتو سره د انسان مينه او پاملرنه راسمبال شي ٠ هغه وويل چه د حيواناتو دغه پناه ګاه د يوه تعليمي او تربيي اډې په توګه استعمال زما يو ډير واضح هدف دي ، ځکه اوس په بيجينک ښار کې بي کوره او پريښودل شوي وړوکې حيوانات ډير زيات دي ٠ زه هيله لرم چه د خپل دغه عمل له لارې خلک په دي پوه شي چه انسان بايد د هر طبيعي حيات لرونکي موجود سره مينه ولري ٠ ميرمن جيان لوي پينګ د څه د پاسه لسو کالو له پاره د سرطان په ناروغۍ اخته شوې ، په دي بهير کومه خاصه دوا يي نه ده خوړلي او هم د علاج له پاره روغتون ته نه دي تللي ، خو ځکه هغه تر اوسه پوري هم ټينګ ولاړه ده ، هغې وويل چه نوموړي وړوکو حيواناتو زما د ژوند اطمينان ورکړي دي ٠ دميرمن جيان لوي پينګ نوموړي عمل اوس د ټولنې د زياتو خلکو ملاتړ او مرستي حاصلې کړي دي او ډير خلک د داوطلابانو په توګه په ټاکلي وخت کې د نوموړو حيواناتو د ساتنې له پاره خدمتونه کوي ٠ په بيجينګ کې دحيواناتو سره د پاملرنې په هکله د بين المللي صندوق نماينده ښاغلي جيان لي د ميرمن جيان لوي پينګ د عمل ډيره ستاينه وکړه او هيله يي وکړه چه لا زيات خلک په اړوندو چارو کې برخه واخلي ٠ هغه وويل چه زما په نظر د ميرمن جيان لوي پينګ معفکوره ډير ه مترقې ده يعني مونږ بايد په دي ښه پوه شوو چه د حيواناتو له پاره څه اړتيا لري ؟ او انسان څنګه د دوي اړتيا پوره کړي ؟