ياسير عرفات د فلسطين د ملي مقتدر سازمان د رئيس په حيث د فلسطين د دولت د جوړيدو او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د روابطو د ښه کيدو او په منځني ختيځ کې د سولې د رامنځته کيدو دپاره ستر خدمتونه سرته رسولي دي ، نو په دې وجه هغه ته د نوبل سوله ايزه جايزه ورکړه شوه ٠
ښاغلی ياسير عرفات په ١٩٢٩ کال کې د بيتالمقدس په ښار کې زيږيدلی دی ، د ١٩٤٨ کال دمې په مياشت کې د عربي هيوادونو او اسرائيلو ترمنځ لومړنې جګړه رامنځته شوه ٠ ياسير عرفات چې په هغه وخت کې يوازې نولس کلن و ، په دې جګړه کې برخه واخيستله ٠ ددې جګړې نه وروسته هغه د خپلې کورنۍ سره د مصر مرکز قاهرې ته هجرت وکړ٠
د ١٩٥٩ کال د اکتوبر په مياشت کې د ياسير عرفا ت ترمشريتوب ﻻندې په کويت کې د فلسطين د ملي ازادي غوښتونکي غورځنګ يعني فتاح سازمان جوړ شو ٠ د ياسير عرفات تر مشرۍ ﻻندې د فلسطين ګوريلايي ډلو د اسرائيلي اشغالګرو پوځيانو سره د اوږدې مودې جګړه وکړه ٠ د شل کلنې جګړې په جريان کې د ياسير عرفات په مشرۍ د فلسطين ملي ازادي غوښتونکي موسسه ورو ورو د فلسطينيانو او نړيوالو لخوا ومنل شوه ، نو له دې امله ددې سازمان مشر ياسير عرفات هم د فلسطينيانو په زړونو کې د يوه قهرمان په توګه ځای نيولی او هغه هم د نړيوالو د توجه وړ ګرځيدلی دی ٠
د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ مسئله د ډيرې پخوا نه راپاتې شوې ده ٠ ﻻ په ١٩٤٨ کال کې د ملګرو ملتو لخوا ١٨١م لمبر پريکړه وشوه او ددې پريکړې سره سم د
فلسطين مځکه په دوو برخو وويشل شوه ٠ يوه برخه يې د فلسطين ده چې مساحت يې د ټولې مځکې د عمومي مساحت ٤٣ فيصده او بله برخه چې د عمومي مساحت ٥٧ فيصده يې اسرائيلو ته ورکړه شوه ٠ ٠ ددې پريکړې نه وروسته د امريکې په ګډون د ځينو لويو هيوادونو په ملاتړۍ يهوديانو په خپله مځکه کې يهودي دولت جوړکړ،دادولت د فلسطيني ځمکې د نيولو دپاره پر فلسطين باندې په بريدونو ﻻس پورې کړ٠ سر له هغه وخت نه د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ خونړې کشالې پيل شوې چې د نيمې پيړۍ دپاره يې دوام درلود ٠
د شلمې پيړۍ په اوومه لسيزه کې ښاغلي ياسير عرفات د تاريخ د انکشافي جريان سره سم پريکړه وکړه چې د ځمکې په بدل کې سوله ترلاسه کړي ٠ دده دغه پريکړه د بينالمللي ټولنې لخوا وساتيله شوه ٠ د١٩٧٤ کال د نوامبر په مياشت کې ښاغلي ياسير عرفات د کتونکي په حيث د ملګرو ملتو په ٢٩ مه عمومي غونډه کې برخه واخيستله او پکې يې وينا وکړه٠
د ياسير عرفات او د ده په مشرۍ د فلسطين د ملي ازادي غوښتونکي سازمان د اوږدې مبارزې له امله د ١٩٨٨ م کال د نوامبر په ١٥ نيټه ياسير عرفات اعلان وکړ چې فلسطيني دولت جوړشو٠
د شلمې پيړۍ په نهمه لسيزه کې د اسرائيلو پخواني صدراعظم رابين د فلسطين او اسرائيلو د موضوع په هکله سوله ايزه رويه غوره کړه ٠ هغه د ياسير عرفات سره د زياتو خبرواترو نه وروسته په ١٩٩٣ ـ کال کې د ياسير عرفات سره د امريکې په مرکز واشنګتن کې د فلسطين د خودمختاري په باب موافقه نامه ﻻسليکه کړه ، نو له دې امله د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې رڼا رامنځته شوه ٠ خو
دسولې دا رڼا د اوږدې مودې دپاره دوام نه درلود ، په ٢٠٠١ کال کې شارون د اسرائيلو د صدراعظم په توګه وټاکل شو٠ هغه د فلسطين په هکله کلکه پاليسي غوره کړه او دده د دغې کلکې پاليسي له امله د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ خونړې کشالې بيا رامنځته شوې دي ، سره له دې چې ياسير عرفات او بينالمللي ټولنې د ددواړو خواوو ترمنځ د کشالو د ياي ته رسولو دپاره کوششونه وکړل خو خونړې کشالې تر اوسه پوري دوام لري ٠ د زياتو ستونزو او د فشار په وړاندې ښاغلی ياسير عرفات بيا هم تر ممکنه حده پورې د فلسطين د ازادي د ګټلو او په منځني ختيځ کې د سولې د رامنځته کولو دپاره نه ستومانه کيدونکي هاند او کوشش کوي ٠
ګرانو دوستانو دا و چې د فلسطين د ملي مقتدر سازمان د مشر ياسير عرفات په باب معلومات مو تاسو ته وړاندې کړل ٠