د چين دبين المللی راډيو د خبريال دخبر له مخی ، د شوکت عزيز په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت د سپتمبر په لومړی نيټه په اسلام اباد کی په جدی ډول سوګند وخوړ او د هوډ مراسم يی د جمهوررييس مشرف تر رياست لاندی سرته ورسيدل . د ٣٢تنو وزيرانو په ګډون په نوی حکومت کی ١٢ تنه غړی نوی انتخاب شوی دی . د پاکستان د عامه افکارو په نظر په حکومت کی د اشخاصو ردوبدل به د پاکستان موجودی داخلی او خارجی پاليسی بدل نه کړی .نوی حکومتبه په دی ټينګار وکړیچهد ديالوګ له لاری به له هند سره په سوله ايز ډول ګډ ژوند وکړی او د ترهګرۍپه ضد مبارزه کیبه په مداومه توګه له امريکی سره نژدی همکاری وساتی .
|