د چين د بين المللي راډيو دخبريال د خبر له مخې د پاکستان خارجه وزارت د سپتمبر په لومړي نيټه يو ه اعلاميه خپره کړه او په هغې کې يي په دي نسبت چه د هند هيليکوپتر پاکستاني هوايي قلمرو ته داخل شوې ، ور باندې اختجاج وکړ او هيله يي وکړه چه هند د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوربند په باب د لاسليک شوي موافقت نامې مرعات وکړي ٠ د پاکستان د جنګ ورځپاڼې د سپتمبر په دوهمه نيټه د پاکستان د خارجه وزارت د اعلاميي په قول دا چه د هند هيليکوپتر پاکستاني قلمرو ته داخل شوي ، د اور بند په باب د دواړو هيوادونو تر منځ د لاسليک شوي موافقت نامې په خلاف دي ٠ په نوموړي اعلاميه کې هم ويل شوي چه مخکې له دي نه د هند هيليکوپترونه د دوو ځلو له پاره پاکستاني هوايي قلمرو ته داخل شوي و ، په دي نسبت پاکستاني خوا په ټول حالت کې د حوصلې رويه غوره کړې څو چه د دواړو هيوادونو ترمنځ پر خبرو اترو باندې اغيزه و نه کړي ٠
|