<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-03 17:19:34    
د چين لرغونی ښار : د خان دان ښار

cri

 چينی ملت لرغونی تاريخ لری او د تاريخ په دغه اوږد او څپاند درياب کښی يی ځلاند کلتوراو ثقافت د يوی قيمتی مرغلری حيثيت لری ٠ چينی متلونه چه له سوونو سوونو او حتی زرونو کلونو راهيسی د خلکو په منځ کښی مروج شوی دی د چينی ژبو او ادبياتو مهمه برخه تشکيلوی او د چين د ښکلی او برجسته فرهنګ او ادب له قيمتی ميراث څخه شميرل کيږی ٠

د ميلاد له مخکښنی٥ پيړۍ نه د ميلاد تر ٣ می پيړی پوری په دی اتو سووکلونو کښی دچين اشرافو د ځانی ګټو دپاره تر وسی پوری خاوره ونيوله او خپل تسلط يی پکښی ټينګ کړ ٠ خو سره له دی يی دحرص تنور سوړ نه شو او هروخت يی د نورو خاورو نيولو ته تلوسه په زياتيدو وه او دغه د حرص اور ددوی تر منځ د بی شميره جګړود راپيدا سبب شو چه په نتيجه کښی د چين لويه خاوره په ٧ بيلا بيلو پياوړو ملکونو وويشله شوه ٠ د ( چينګ ) نومی ملک نسبت نورو ٦ ملکونو ته غښتلی ؤ ٠ په اخره کښی د( چينګ ) ملک نورو ٦ ملکونو ته شکست ورکړ او پر ګرد چين باندی يی خپل تسلط قايم کړ ٠ په دی مشهوره خونړی دوره کښیﻻزيات شمير ممتاز او غښتلی سياستمداران ، روشنفکران ، جنرالان ، اديبان او ليکوالان رامنځ ته شول چه بی شميره نا فناکيدونکی شعرونه او کتابونه يی ليکلی او د چين سياسی ، نظامی او کلتوری خزانه يی غنی کړی وه ٠ او متلونه په دغه بی بها خزانه کښی خاص ځای لری او تل يی خپلی زرينی پلوشی په ځليدو دی ٠

( خان دان ) ښار په هغه زمانه کښی د ( جاو) ملک پايتخت ؤ ٠ نو دغه ښار تر اوسه د ښايسته متلونو په باره کښی زيات شهرت لری ٠ يوه کيسه ده - وايی چه په هغه جنګی دوره کښی د( چينګ ) ملک پری خبر شو چه د ( جاو ) ملک د يشم يو قيمتی کاڼی لری نو د کبر او غرور په بڼه يی د( جاو ) ملک ته وويل چه زه غواړم – د ١٥ ښارونو په بدلولو سره ستاسو څخه دغه ښکلی يشم واخلم ٠ د( جاو) ملک چه دغه خبره واوريده ډير خفه شو ٠ ځکه هغه پوهيده چه د ( چينګ ) ملک دروغ وايی او خبره يی هيڅ اعتبار نه لری ٠ مګر پوځی طاقت يی دومره قوی دی چه د ( جاو) ملک جراٌت نه لری چه غوښتنه يی رد کړی٠ په دی وخت کښی يی يوه وزير چه ( لينګ سيان ژو ) نوميده خپل ملک ته وويل چه زه غواړم – ديشم ډبره د( چينګ ) ملک ته يوسم او په بدل کښی يی د چينګ ١٥ ښارونه ستاسو دپاره واخلم ٠ د ( جاو) ملک چه د خپل وزير په زړه ورتوب ، استعداد او له هيواد سره په وفادارۍ قايل ؤ نو د هغه پيشهاد يی ومانه ٠ وزير ( لينګ سيان ژو ) د تګ نه مخکښی خپل ملک ته وعده ورکړه چه که د ( چينګ ) ملک خپله ژمنه په عمل کښی پوره نه کړی نو زه به خامخا دغه يشم په پوره امانت دارۍ سره ستاسو حضور ته سپارم ٠ ( لينګ سيان ژو ) د ( چينګ ) ملک مخی ته ورغی او دغه قيمتی يشم يی ور ته وړاندی کړ ٠ د( چينګ ) ملک چه دغه ښکلی ډبره وليده دومره خوښ شو چه يوه شيبه يی تری هم زړه نه شو صبرولی ٠ مګر د خپلی ژمنی په باب يی هيڅ و نه ويل ٠ ( لينګ سيان ژو ) وليدل چه د( چينګ ) ملک هيڅ صداقت نه لری او حاضر نه دی چه ١٥ ښارونه ( جاو) ته ورکړی نو د فداکارۍ او هوښيارۍ په يو خاص مورال سره يی د( چينګ ) له ملک سره د خوږی ژبی جګړه وکړه او په روغه جوړه يی تری قيمتی يشم بيرته واخست او په پټ ډول يی د ( جاو ) ملک ته ورساوه ٠ په دی توکه د ( چينګ ) ملک هم يشم له لاسه ورکړ او هم يی د جنک بهانه ورکه شوه ٠ دغه متل چه وايی جاو ته يشم بيرته وسپاره دا معنی ورکوی چه امانت بايد د هغه اصلی څښتن ته ورکړی شي ٠

يوه بله کيسه دا ده چه وايی وزير( لينګ سيان ژو ) او جنرال ( ليان پوه ) دواړه د ( جاو ) ملک په دولتی چارو کښی د ملا د تير په حيث مهم رول لری ٠ څرنګه چه د جنرال ( ليان پوه ) رسمی درجه نسبت ( لينګ سيان ژو ) ته لږ څه ټيټه وه نوهغه ډير خفه ؤ ٠ فکر يی وکړ چه زه يو ډير توريالی او غښتلی قوماندان يم او په بی شميره جنګونو کښی می د( جاو ) د ملک دپاره ځلاندی کارنامی قايمی کړی دی ٠ نو دا خو هيڅ انصاف نه دی چه زه دی هغه ته سلام وکړم ٠ هغه به هر چا ته ويل چه که زه ( لينګ سيان ژو) په لاره کښی ووينم نو خامخا به يی بی عزته کړم ٠ وزير( لينګ سيان ژو ) چه دغه خبره واوريدله کوشش يی کاوه چه جنرال ( ليان پوه ) مخامخ ونه وينی ٠ ځينو ملګرو ور څخه پوښتنه وکړه چه ته خو د ملک ډير اعتمادی او پياوړی وزير يی او درجه دی هم د( ليان پوه) نه پورته ده ولی له ( ليان پوه ) څخه دومره ويريږۍ ؟ وزير ( لينګ سيان ژو ) ځواب ورکړ چه مونږ دواړه لکه دوه غښتلی زمريان يو چه په ګډه سره د ( جاو ) د ملک دپاره خدمت کوو ٠ که زمونږ تر منځ جنګ جنجال راپيښ شی نو حتماٌ به يو تن ته تاوان او صدمه ورسول شی ٠ دا به د حکومت او هيواد دپاره هيڅ ګټه ونه لری ٠ جنرال ( ليان پوه ) چه د ( لينګ سيان ژو ) خبره واوريدله پر خپلی اشتباه باندی پوه شو نو سمدستی يی يو خاردار ډانګ په ملا وتاړه او د وزير ( لينګ سيان ژو ) کور ته لاړ او ور څخه يی غوښتنه وکړه چه ددی لرګۍپه واسيطه هغه ووهي ٠

له دی کيسی نه وروسته خلکو مشهور متل جوړ کړ چه خاردار لرګۍ په ملا کړه او له نور نه سزا غواړه ٠ او دا متل په داسی مواردو کښی استعماليږی چه انسان د بل په مقابل کښی خپلی سهوی ته متوجه شي نو بايد له ميړانه سره له هغه څخه معذرت وغواړی او د دښمنی او عداوت فضا ور سره په دوستۍ او محبت بدله کړی ٠ ځکه د نيکمرغه ژوند لار هم دغه ده او انسانی روابط په همدی وسيله ټينګ پاتی کيږی ٠ګرانو دوستانو ، ( خان دان ) ښار په هغه مشهوره جنګی دوره کښی د يوه مهم ښار په حيث ګڼل کيده او زيات شميرخوندوری قيسی او متلونه پکښی مشهور ؤ ٠ د دوو زرو کلونو په تيريدو سره نن سبا هم د دغو کيسو او متلونو لرغونی اثار او ځايونه په دی ښار کښی ښه ساتل شوی دی ٠ مونږ هر وخت ستاسو د راتګ هرکلی کوو چه هم اوسنی ( خادان ) وګورۍ او هم يی لرغونی خوږی کيسی ،متلونو او اصطلاح ګانی واورۍ ٠