<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-03 18:44:34    
چين هميشه د خپلواکۍ اواستقلال پر سوله ايزی ديپلوماتيکی پاليسی باندی ټينګار کوی

cri

 ګرانو دوستانو – ٥٥ کاله مخکښی د چين ولسی جمهوريت تاٌسيس شو چه له دی برکته يی د چينی ملت هغه تريخ تاريخ پای ته ورساوه کوم چه د بهرنيو تيريکوونکو هيوادونو ظلمونه او ستمونه يی ګاللی ؤ ٠ او وروسته له دی نوی چين په خپلواک او مستقيل ډول پرخپلی انکشافی لاری باندی قدمونه ووهل او کوشش يی وکړ چه د نړۍ له بيلا بيلو هيوادونو سره سوله ايز او دوسانه روابط قايم کړی ٠ د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ د راډيويی معلوماتی سيالی په هکله په دی خپرونه کښی به تاسو ته د چين د بنيادی ديپلوماتيکی پاليسی او د نړی له بيلا بيلو هيوادونو سره د چين د اړيکو په باب مربوط حالات وړاندی کړو ٠

چين هميشه د خپلواکۍ او استقلال سوله ايز ديپلوماتيک سياست چلوی ٠ د نوی چين د جوړيدو د لومړی ورځی نه چين ددی پاليسی په مطابقت له نورو هيوادونو سره خپلو روابطو ته د پرمختيا ور کولو دپاره هلی ځلی کړی او کوی يی ٠ د څه دپاسه ٥٠ کالو راهيسی د بينالمللی حالاتو د زياتو بدلونونو سره سره د چين دغه ديپلوماتيکه پاليسی هيڅکله نه ده بدله شوی ٠

په ١٩٥٤ م کال کښی يعنی ٥٠ کاله مخکښی چين او ميانمر په ګډه سره د يو بل ملی حاکميت او مځکنی تماميت ته د احترام کولو ، د يو پر بل باندی د تيری نه کولو ، د يو بل په کورنيو چاروکښی د مداخله نه کولو ، د مساوات او متقابلو ګټو او سوله

ايز ګډ ژوند په باب ٥ ګونه اصول وړاندی کړل ٠ او وروسته دغه ٥ ګونه اصول ګام په ګامه د هيوادونو تر منځ د روابطو د ټينګښت دپاره د نړيوالو له خوا د منلو وړ بنيادی پرينسپ ګرځيدلی دی ٠

د دغو ٥ ګونو اصولو پر بنسټ چين له ١٦٥ هيوادونو سره خپل ديپلوماتيک روابط قايم کړی او له ټولو هيوادونو او سيمو سره يی د اقتصادی ، تجارتی ، علمی او تخنيکی او کلتوری تګ راتګ او همکارۍ اړيکی تړلی دی ٠

سوله او انکشاف د اوسنی عصر ٢ لوی موضوعات بلل کيږی چه دا د اوسنيو نړيوالو اوضاعو په هکله د چين بنسټ ايز نظريات دی ٠ د ٢١ می پيړۍ په درشل کښی که څه هم نړيوالو حالاتو پيچلی او ژور تغيرات موندلی دی خو د چين دغه اصولی نظريات هيڅکله نه دی بدل شوی ٠

چين دا نظريه لری چه په بينالمللی روابطو کښی بايد ديموکراسی راټينګه شی ، چين د باداری غوښتنی او زور سياست سره مخالفت کوی او دا هيله او غوښتنه لری چه هيوادونه که لوی وی يا کوچنی ، قوی وی يا ضعيف بايد په بينالمللی چارو کښی د ګډون کولومساوی مقام ولری ٠ د بينالمللی کشاٌلی د حل په برخه کښی د چين دايمی نظريه دا ده چه بايد د مقابلی پر ځای ديالوګ ترسره کړی شي ٠ چين د زور او نظامی ګواښ سره مخالفت کوی ٠ اودا غوښتنه لری چه د نړۍ مختلف تمدنونه ، بيلا بيل ټولنيز نظامونه او انکشافی لاری ټولی د احترام وړ دی ٠ او مختلف هيوادونه بايد ګډ انکشافات ترلاسه کړی ٠

په امنيتی ساحه کښی چين تل دا نظريه لری چه بايد له تروريزم سره کلکه مبارزه وکړی او چين بينالمللی ترهګرۍ ته د ضرر رسولو په مبارزو او بينالمللی همکاريو

کښی هم فعاله برخه اخستی ده ٠ د چين په نظر نظامی وسايل دايمی سوله نه شي ټينګولی ٠ چين له دی سره مخالفت کوی چه کوم هيواد او يا قوت د بينالمللی تروريزم سره د مبارزی په بهانه پر نورو هيوادونو باندی تيری کوی او دغه مبارزه دخاص ملت او مذهب سره تړی ٠

د ملګرو ملتو د رول په باب موضوع په دی وروستيو کلونو کښی هم د بينالمللی ټولنی د توجه وړ دی ٠ چين دا نظريه لری چه د ملګرو ملتو حيثيت او د لويو بينالمللی مسئلو په حلولو کښی د ملګرو ملتو لارښوونکی مقام بايد وساتل شي او بايد د نړيوالو له خوا منل شويو بينالمللی قوانينو او د بينالمللی روابطو بنيادی پرينسپ ته د احترام په سترګه وکتل شی ٠