<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-03 19:46:37    
د نړۍ له بيلابيلو هيوادونو سره د چين د اړيکو په باب

cri

چين يو تر ټولو نه لوي پرمختيايی هيواد دی ٠ او له ګڼ شمير پرمختيايی هيوادونو سره د يووالی او همکاری تقويه کول د چين په بهرني پاليسی کښی يو بنيادی ټکی دی ٠ د زياتو کلونو نه راهيسی چين د ملګرو ملتو د امنيتی شورا د ٥ دايمی غړو څخه د يوه غړی په حيث د ملګرو ملتو په چارو کښی د پرمختيايی هيوادونو په نمايندګۍ خاص رول لوبولی دی ٠ او د پرمختيايی هيوادونو د معقولو ګټو او منافعو د ساتلودپاره يی خپل کوششونه ترسره کړی دی ٠

چين يو داسی هيواد دی چه په نړۍ کښی تر ټول نه زيات ګاونډی هيوادونه لری ٠ له شاوخواوو هيوادونو سره د خپلو روابطو پراختيا او پياوړتيا دچين د بهرنيو

پاليسيو څخه يوه مهمه برخه ده ٠ چين د نيک ګاونډيتوب ، ارام ګاونډيتوب او شتمن ګاونډيتوب په باب د شاوخواوو هيوادونو سره دخپلو اړيکو د ټينګولوپه هکله ديپلوماتيکه پاليسی طرحه کړی ده ٠ په استراليا کښی د چين لوی سفيری ميرمنی فو اين په دی باب داسی وويل – ( اواز ) – نيک ګاونډيتوب دا معنی لری چه له خپلو شاوخواوو هيوادونو سره يو ځای د دوستۍ او هماهنګی نه ډک محيط جوړ کړی او د ارام ګاونډيتوب پا باب د چين توضيح دا دی چه له خپلو شاو خواوو هيوادونو سره په ګډه د سولی او کرارۍ نه ډکه فضا را برابره کړی ٠ او شتمن ګاونډيتوب دا معنی لری چه له خپلو شاوخواوو هيوادونو سره په ګډ کوشش ګډ انکشافات اومشترکه سعادتمنی ترلاسه کړی ٠

چين له پرمختللو هيوادونو سره د خپلو روابطو پياوړتيا ته هم زيات اهميت ورکوی ٠ چين دا ادعا لری چه دهيوادونو تر منځ بايد يو بل ته د احترام په سترګه وګوری او د متقابلو ګټو پر بنا دی خپل منځی همکارۍ پراخی کړی ٠

د چين د بهرنيو چارو وزير لی جاو سينګ دا تايئده کړه چه چين به د تل دپاره د سوله ايز انکشاف پر لوری قدم ووهی ٠ هغه زياته کړه – ( اواز ) – د چين د انکشاف ترټولو نه لوی خصوصيت سوله ايز انکشاف دی٠ مونږ د نړيوالی سولی د ساتلو او د مساوات او متقابلو ګټو او ګډو انکشافاتو د ترلاسه کولو په هلو ځلو کښی د فعاله برخه اخستلو پرلاری باندی قدم وهو ٠ د چين سوله ايز انکشاف ګاونډيو هيوادونو او ټولی نړی ته خنډ او تهديد نه رسوی بلکی فرصتونه برابروی ٠

ګرانو دوستانو ، اوس به ددی مضمون په اړه ٢ پوښتنی واورۍ ٠ لومړی – چين تر اوسه له څو هيوادونو سره ديپلوماتيک روابط قايم کړی دی ؟ دوهمه دا چه د چين د

ديپلوماتيکی پاليسی عمده محتويات څه دی ؟