<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-04 18:25:00    
د شي جيا ځوانګ د ښاريانو کلتوري لوی ښوونځی

cri

ته څنګه يو کامياب مور او پلار وګرزي ؟ ته څنګه ښه ژوند وکړي ؟ ته څنګه د پوهې له لارې خپل برخليک بدل کړي ؟ که تاسي د داسي پوښتنو ځوابونه وغواړي ، نو د هرې اوونۍ په پای کي د خه بي په هنري مرکز کي چه نژدی زر څوکۍ لري ، د شي جيا ځوانګ ښار د مترقي کلتور يو لړ سيمينارونه نامتو متخصصان او پوهان رابولي چه د ښاريانو دغو پوښتنو ته ځوابونه ور کړي ٠ ښاريان دغو سيمينارونو ته کلتوري لوی ښوونځی وايي ٠

د اګيست ٢١ مه نيټه د شنبی ورځ وه او په دی ورځ کي د چين د کورنۍ د تعليمي فورم استاذ ياو هون چانګ چه ددې فورم د لسو ممتازو استاذانو نه شميرل کيږي ، په کلتوري لوي ښوونځی کي تر دی عنوان لاندی يو سيمينار جوړ کړ چه بايد د زده کړی له لارې خپل عقلي روح ويښ کړي ٠ دا د مي په ٢٩ مه نيټه د کلتوري لوي ښوونځي د پرانيستلو نه راهيسي ١٣ م سيمينار و ٠ د کلتوري لوي ښوونځي د اغيزې په پراخيدو سره اوس د سيمينارونو د اوريدونکو شمير هم له پخوانيو ٥ سوو تنو نه اوسنيو زرو تنو ته زيات شوی او ځيني ښاريان د تيپ ريکارډونو او دي وي ماشينونو په وړلو سره سيمينارونه اوري ٠

د شي جياځوانګ ښار د انجنيرۍ د تخنيکي ښوونځي يوه ښوونکي د سيمينار د اوريدو نه وروسته خبريال ته وويل چه د سيمينار دغه سلسله ستر اهميت لري ، هم کلتوري او هم معلوماتي برخې او خصوصيتونه لري او محتويات يي له واقعي ژوند سره ډير نژدی دی ، نو هيله لرم چه دغه سيمينارونه د اوږدې مودې لپاره دوام ولري ٠

د شي جيا ځوانګ د ښاروالي تبليغاتي څانګې او د ښار د ټولنيزو علومو اتحاديي دا څرګنده کړه چه د روان کال تر پايه پوري به کلتوري لوي ښوونځي په وار سره د کتابونو د لوستلو ، د کلتور ، روغتيا ساتنې او د وطن دوستۍ په باب يو لړ سيمينارونه جوړ کړي ٠

ددې لپاره چه د سيمينارونو محتويات په ريښتيا سره د ښاريانو له خوا خوښ شي ، تشکيل کوونکي خوا د سيمينارونو د پرانيستلو نه مخکي په مفصلو څيړنو او بحثونو لاس پوري کړي او د مطبوعاتي ذرايعو او د تود لين د تيلفون له لارې يي په علني توګه د سيمينارونو موضوعات راغونډ کړي او د دولت ، ولايت او ښارونو له مربوطو يونټونو او څانګو نه يي څه د پاسه ١٣٠ تنه متخصصان هم استخدام کړيدي چه د متخصصانو يوه ټولنه جوړه شويده ٠ نو د سيمينارونو محتوياتو د امکان تر حده پوري د خلکو بيلا بيلې کلتوري اړتياوې رفع کړيدي چه په عمده توګه د ايمان او عقيدې ، د ژوند د ارزښت ، د ښوونې او کلتور ، دود او دستور ، مينې او واده ، رواني روغتيا ، صحي روغتيا ، له نورو خلکو سره د تګ راتګ د طريقو ، ديموکراسۍ او قانوني نظام او داسي نورو نه عبارت دي ٠