<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-04 19:26:57    
د چاغوالي د مخنيوي په باب څه معلومات

cri

په خوله خو د کار او ورزش نوم اخيستل اسان دي ، خو په عمل کې د ځان کړاو او تکليف دي چه ډير خلک ور ته زړه ښه نه کوي او د کار او ورزش په وخت کې ور اندې لټۍ او ناراستۍ غلبه شي ٠ ځيني خلک غواړي چه دډوډۍ د لږ خوړلو او د خوب د کمولو له لاري خپل وزن کم کړي ، خو دغه کار نه يوازي دا چه د چاغتوب مخه نه نيسي بلکه انسان ته زيان هم رسوي ٠ نو بايد وويل شي چه د غټتوب د مخنيوي له پاره جسماني کار او ورزش تر ټولو موثره ده ٠ په دي هکله د هر يو چاغ سړي او ښځي له پاره يوه بله ښه او موثره طريقه دا ده چه هره ورځ يوه مسافه لار په منډو ووهل شياو دغه مسافه يوه ورځ تر بلې ورو ورو زياته شي ترڅو چه وکولي شي چه د خپلې منډې وهلې لارې مسافه لس کيلو مترو ته ورسوي او خپل دغه ورزش ته دوام ورکړي ٠ په اتمه پيړۍ کې د فرانسي يو نامتو ډاکتر ويلي و چه تر يوي اندازي پوري ورزش د هر ډول دوا پر ځاي استعماليداي شي ٠ خو دواګاڼې د ورزش ځاي نه شي نيولي ٠ له واقعيتونو او تجربو څخه ثابته شوي چه ورزش نه يوازي چاغتوب کموي بلکه ډنګرتوب هم له منځه وړي او د ورزش له لاري ډنګر سړي د غښتلو او موزونو غړو څښتن کيږي چه جسمي او روحي حال يي په پوره ډول ښه وي ٠ نو که هره ورځ د څد کيلو مترو په مسافه منډه ووهل شي ، بدن به مو په ثابت ډول روغ پاتي شي او خپله روغتيا به په خپله تامين کړي ٠ که پر له پسي منډه وهل ور باندې در نه تماميږي او يا مو لتۍ او بي کارۍ په مخه واخلي او دري ورځي منډې ووهي او په څلورمه ورځ يي پريږدي ، د ورزش کګورتوب له منځه ځي او منډې به مو بي ځايه وهلي وي