<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-04 19:55:22    
د مينګ د ١٣ تنوامپراطورانو مقبرې

cri

ګرانودوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د مينګ د امپراطوري سلطنت د ١٣ تنو امپراطورانو د مقبرو په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړو٠

هغه څوک چې د چين د مشهورلوي ديوال با دا لينګ چانګ چنګ سيل کوي نو هغه هم بايد د مينګ د امپراطوري د سلطنت د ١٣ تنو امپراطورانو مقبرو ته ﻻړشي او سيل يې وکړي ٠

د چين د مينګ د امپراطوري په سلسله کې يعني د ١٣٦٨ کال نه تر ١٦٤٤ کاله پورې د مينګ د ١٦ تنو امپراطورانو په ٢٧٦ کالو کې واکداري کوله ٠ د مينګ د امپراطوري د دورې په لومړنيو وختونو کې ددې سلطنت پايتخت بيجنګ نه و ، ددې سلطنت لومړي امپراطور جو يوان جانګ د نانجيګ ښار د پايتخت په توګه وټاکه ٠ دده نه وروسته د مينګ د امپراتوري سلطنت دوهم امپراطور چې د جو يوان جانګ څلورم زوي جو لي پر شاهي تخت باندې کيښيناست نو جولي پر شاهي تخت باندې د کيښيناستلو نه وروسته په نولسم کال کې پايتخت له نانجنګ ښار څخه د بيجنګ ښار ته انتقال کړ٠ د هغه وخت نه تر اوسه پوري د بيجنګ ښار هميشه د چين د پايتخت په توګه پاتي شوی دی ٠

د مين د ١٣ تنو امپراطورانود مقبرود هديرې عمومي مساحت ٤٠ مربع کيلومتره دی ، ددې هديرې د جوړولو کار په ١٤٠٩ کال کې پيل شوی او تر ١٦٤٤ کاله پورې پاي ته ورسيد٠ د مين د امپراطوري سلطنت ١٣ تنه امپراطوران په دې ځای کې ښخ شول ٠ دا هديره د بيجنګ ښار په شمال کې واقع ده او د ښارڅخه تقريبأ ٤٤ کيلومتره فاصله لري ٠په دې ځای کې نه يوازې د ١٣ تنو امپراطورانو مقبرې شته بلکې د دوي

د ملکو او کوچنيانو قبرونه هم پراته دي ٠

څرنګه چې د ١٣ تنو امپراطورانو تابوتونه په ډير ژور ځاي کې ښخ شوي او مقبرې يې هم د ډيرو لويو ډبرو په واسطه جوړې شوې نو ځکه د مين د امپراطورانو مقبرې په هيڅوجه د داړه مارانو لخوا نه دي کيندل شوې ٠ په تيرو شپږ سوو کالو کې په ښه شان سره راپاتې شوې چې دا دچين په تاريخ کې ساری نه لري ٠

د چين د ولسي جمهوريت د تاسيس نه وروسته په ١٩٥٧ کال کې د حکومت په اجازه د چين د لرغون پيژندونکې څانګې لخوا د چين د مين د امپراطوري سلسلې د څيړنې دپاره د ١٣ شاهي مقبرو څخه د دينګ لينګ په نامه د مقبرې د کيندلو په کار پيل شو، دې کار يو کال وخت ونيو ٠ څرنګه چې مقبره تر ځمکې ﻻندې دډبرو په واسطه جوړه شوې او زياتې خونې هم لري ، نو خلک ورته ترځمکې ﻻندې ماڼۍ وايي کله چې د دې مقبرې دروازه خلاصه شوه ، لرغون پيژندونکو په دې ځمکني ماڼۍ کې څه دپاسه درې زره قديمي اثار پيدا کړل چې له دې جملې څخه رنګا رنګ ورښمين ټوکر ، ښکلي کالي ، د سرو زرو تزئني شيان ، قيمتي زيورات ، د امپراطور شاهي تاج او د ملکې قيمتي او ښکلی تاج و ٠اوس دغه ټول قيميتي شيان د دينګ لينګ په دوو لويو سالونونو کې د سياحانو د سيل دپاره ايښودل شوي دي ٠

د دينګ لينګ د مقبرې پر مځکې باندې زياتې لويې وداني وﻻړې دي ، لومړني وداني يې د مينګ لو په نامه وداني ده چې دوه اړخونه يې د يو اوږد او دايروي ديوال په واسطه سره يوځای شوي دي ٠ ددې دايروي ديوال قطر ٨١ متره دی ، دا ځای د باو چنګ په نامه ياديږي ٠ د پاو چنګ تر شا د دينګ لينګ د مقبرې ځمکني ماڼۍ ده ، دا د مقبرې په ودانيو کې يوه عمده برخه ده ٠

د امپراطور د مقبرې ځمکني ماڼۍ د ډبرينې دروازې ، مخکني ، منځني او وروستني خونو څخه عبارت دي ٠ د وان لي امپراطور تابوت او دده د دوو ملکو تابوتونه په وروستنې خونې کې پراته دي ، کله چې ددې مقبرې ډبرينه دروازه خلاصه شوه او لرغون پيژندونکو په وروستنۍ ماڼۍ کې دوان لي امپراطور او دده د دوو ملکو په تابوتونو کې مړي ونه ليدل ، يوازي د مړيو هډوکي پاتي وو ٠ البته ډير زيات ارزښتناک او قيمتي شيان پيداشول چې دا دمين د امپراطوري د سلطنت د څيړنې دپاره خورا ګټور دي٠

اوس د مين د ١٣ تنو امپراطورانو د مقبرو هديره د چين ديوه مشهور او د ليدو وړ ځاي په توګه د سيلانيانو د علاقې وړ ګرځيدلی دی ٠ هرکال له مليونو تنو څخه زيات چيني او خارجي سياحان د سيل دپاره دې ځای ته راځي ٠

تر اوسه پورې د مين د ١٣ تنو امپراطورانو د مقبرو څخه يوازې د دينګ لينګ په نامه مقبره وکيندل شوه ٠ نورې دوولس مقبرې هم په پخواني شکل پاتي دي ٠

ګرانودوستانو همدا اوس مو د چين د مين د ١٣ تنوامپراتورانو د مقبرو د هديرې په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړل